مرستیال او سرپرست والي : اولس به هيڅکله د امنيتي ځواکونو خدمتونه او سرښندني هېري نکړي .

دغه څرګندوني مرستيال او سرپرست والي عبدالحنان منيب د چهارشنبې په ورځ د امنيتي مجلس په اوونيزه غونډه کي وکړې، نوموړې غونډه چي په ولايت مقام کي د مرستيال او سرپرست والي په مشرۍ جوړه سوې وه پرمهال يې د ټولو امنيتي اورګانونو مسؤلينو او استازو ګډون کړی وو .
په دغه غونډه کي د امنيتي اورګانونو مسئولينو د خپلو لاسته راوړنو او اجراتو په اړه د غونډي برخوالو ته معلومات وړاندي کړه .
د امنيتي مجلس په غونډه کي د کندهار د ملي امنیت مرستیال وويل : د ملي امنیت ځواکونو په تېره اوونۍ کي په کندهار ښار او یوشمېر ولسوالیو کي بریالي عملیات ترسره کړي او پر مهال یې یوشمېر وسلوال وژل سوي، یو شمېر زخمیان سوي او یوشمېر نور يې ژوندي نیول سوي دي، همدارنګه يې په زيات شمېر نقليه وسايل او مهمات هم نيولي او له منځه وړي دي .
د کندهار د امنیه قوماندانۍ د امنیت آمر مل پاسوال رحمت الله اطرافي هم په غونډه کي د پولیسو د لاسته راوړنو په اړه معلومات وړاندي کړه .
ښاغلي اطرافي وويل : پولیسو په تېره اوونۍ کي د بېلابېلو عملیاتو پر مهال ( ۳۵ ) وسلوال مخالفین وژلي، ( ۱۹ ) نفره یې زخمي کړي او ( ۴ ) نور يې مشکوک کسان نیولي دي .
د اطرافي په خبره د ترسره سوو عملياتو په نتيجه کي د وسلوالو مخاليفينو ( ۱ ) عراده ډاکسن موټر تخريب سوي، ( ۱۴ ) عرادې موټر سیکلان، ( ۳۵ ) پناه ځايونه، ( ۱ ) دانه کلينيک، ( ۳۲ ) میله مختلف ډوله سلاح، ( ۱ ) پایه زيکويک او ( ۱ ) ميل هشتاد دو نيول سوي او له منځه وړل سوي دي، او همدارنګه د وسلوالو مخاليفينو ( ۶۴ ) کړۍ بېلابېل ماینونه يې هم کشف او خنثي کړي دي .
ښاغلي اطرافي وویل : پولیسو د جينايي جرمونو په تور ( ۶ ) شپږ کسان نيولي او دوسيې يي عدلي او قضايي اورګانونو ته استول سوي دي. د دې ترڅنګ يې ( ۴۱۲۸ ) کیلوګرام هیرون او په تور يې ( ۶ ) کسان نیولي دي .
د امنیتي مجلس په غونډه کي د ۲۰۵ آتل قول اردو مرستیال او د دریمي سرحدي لواء مسؤلينو او استازو هم خبري وکړې او د خپلو ترسره سوو او روانو عملیاتو د لاسته راوړنو په اړه يې معلومات وړاندي کړه .
وروسته د ولايت مقام مرستيال او سرپرست والي عبدالحنان منيب د ټولو امنيتي ځواکونو څخه مننه وکړه چي د امنيت په تأمين کي يې شپه او ورځ تر خپل وس او توان پوري د ولس په خدمت کي نه ستړي کېدونکي هلي ځلي کړي .
ښاغلي منيب وويل : امنيتي ځواکونو د ټاکنو په پروسه کي په صحيح ډول خپل مسؤليت اداء کړ او دوښمن يې پرېنښود چي دغه پروسه له خنډ سره مخ کړي، هغه زياته کړه : اولس به هيڅکله د امنيتي ځواکونو هڅي او سرښندني هېري نه کړي . 
د امنيتي مجلس د غونډي په وروستيو کي پر يوشمېر نورو مهمو موضوعاتو هم بحث وسو او په اړه يې لازمي پرېکړي وسوې .
د کندهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر
ورځ : چهارشنبه
نېټه : ۱۶ / ۰۸ / ۱۳۹۷