په ولايت مقام کي د عامه اړيکو روزنيز ورکشاپ پيل سو

 

 

 

په ولايت مقام کي د عامه اړيکو روزنيز ورکشاپ پيل سو

 

کندهار، افغانستان-

د کندهار په ولايت مقام کي نن سهار د عامه اړيکو درې ورځنی روزنيز ورکشاپ پيل سو.

دا ورکشاپ د ولايت مقام د مطبوعاتي مرکز په نوښت او د USAID د اسلا پروژې په تخنيکي همکارۍ جوړ سوی وو چي د پيل په مراسمو کي يې د ولايت مقام مرستيال عبدالعلي شمسي، د سکټوري او تخنيکي چارو رئيس عبدالحکيم حکيمي، د بشري منابع سرپرست رئيس جاويدالله سلطاني او د مهمو کليدي رياستونو د مطبوعاتو مسئولينو ګډون کړی وو.

د ورکشاپ يو روزونکي حميد وردک وويل چي په دغه درې ورځني ورکشاپ کي به د کليدي رياستونو مطبوعاتي فعالانو ته د عامه اړيکو او اطلاعاتو په برخه کي روزنه ورکول سي. هغه زياته کړه چي مطبوعاتي مسئولينو ته به د عامه اړيکو د اساساتو، د اطلاعاتو د لاسته راوړلو، د معلوماتو د خپرولو، د اطلاعاتي سرچينو د تشخيص او د تبليغاتي چينلونو د پېژندلو په برخه کي هر اړخيز معلومات ورکول سي. نوموړي وويل چي د ورکشاپ په دوران کي به د ستراتيژيکو اړيکو او يو کلن مطبوعاتي پلان په هکله معلومات وړاندي سي.

د ولايت مقام مرستيال عبدالعلي شمسي دا ورکشاپ اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کي مهم وباله او ويې ويل چي له دې سره به د ادارو مطبوعاتي څانګي فعالي سي، ظرفيتونه به پکي ايجاد سي او په دې توګه به په سم او دقيق ډول اطلاعات خپريږي. هغه زياته کړه چي ټولي ادارې مکلفيت لري چي رسنيو او عامو خلکو ته معلومات ورکړي او خلک له خپلو کړنو څخه خبر کړي. خلک حق لري چي د ادارو له فعاليتونو څخه خبر سي او ادارې مسئوليت لري چي خلکو ته دقيق معلومات ورکړي. د دغسي پروګرامونو له جوړېدو څخه هدف دا دی چي د معلوماتو د نه ورکړي دود له منځه يوسو، ځکه له دې سره د ادارو اصلاح او د فساد ختمېدل حتمي دي.

ښاغلي شمسي هيله وښوده چي د ورکشاپ ګډونوال په لېوالتيا زدکړه وکړي، پر وخت حاضر سي او له دې فرصت څخه سالمه ګټه پورته کړي