مرستیال والي د پرونۍ پیښي د شهیدانو په فاتحه کي ګډون وکړ

 

مرستیال والي د پرونۍ پیښي د شهیدانو په فاتحه کي ګډون وکړ

مرستیال والي د پرونۍ پیښي د شهیدانو په فاتحه کي ګډون وکړ د ولایت مقام مرستیال عبد العلي شمسي د پرونۍ پیښي د شهیدانو له کورنیو، دوستانو او خپلوانو سره د خواخوږۍ څرګندولو په موخه د هغوی په فاتحه کي ګډون وکړ ، چي د تسلیت په دې لیدنه کي ورسره د حج او اوقافو، علماوو شورا ، پښو په وړاندي د مبارزې، هوايي ډګر رئیسانو، ولسي مشرانو او مخورو ګډون درلود. ښاغلي شمسي د قربانیانو کورنیو تسلیت وړاندي کړ، دوی ته یې د لوی خدای له دربار څخه د جمیل صبر او شهیدانو ته د نېک اجر غوښتنه وکړه ویې ویل: زموږ د دین او ملت دښمنان تل په دې هڅه کي دي چي وحشت په خپرولو زموږ د خلکو روحیه وځپي. ترهګرو په دې پيښه سره وښوده چي نه هیڅ دین ته عقیده لري او نه هم افغاني کلتور ته ځکه هیڅ دین او ټولنیز اخلاق پر میرمنو د برید اجازه نه ورکوي.دا ډول وحشیانه برید یوازي هغه څوک کولای سي چي نه انساني ارزښتونو ته درناوی لري او نه هم کوم دین ته معتقد وي.