کندهار والي: په عملياتو کي دي د خلکو ژوند ته خاصه توجه وسي

کندهار والي: په عملياتو کي دي د خلکو ژوند ته خاصه توجه وسي

مسلسله شمېره: ۱۰۰۳

نېټه: ١٣٩۵-۹-۱۷

کندهار، افغانستان- د کندهار والي ډاکټر محمد همايون عزيزي نن سهار په امنيتي غونډه کي امنيتي ادارو ته امر وکړ چي د عملياتو پر مهال د خلکو ژوند ته خاصه توجه وکړي.

دا امنيتي غونډه نن سهار په ولايت مقام کي جوړه سوې وه چي د کندهار والي تر څنګ د افغان امنيتي ځواکونو مشرانو او استازو ګډون کړی وو.

کندهار والي ډاکټر محمد همايون عزيزي وويل د امنيتي ځواکونو له خوا چي تصفيوي عمليات کيږي، نو ترهګر د خلکو په کورو ننوزي او عام خلک د ځانو سپر ګرځوي، د دې لپاره چي د امنيتي ځواکونو له خوا خلکو ته زيان وانوړي، بايد ټولي امنيتي ادارې د خلکو ژوند ته خاص پام وکړي. هغه زياته کړه د افغان ځواکونو مسئوليت او له ترهګرو سره توپير دا دی چي امنيتي ځواکونه د خلکو ژوند ژغوري او ترهګر عام خلک د ځانو سپر ګرځوي. نوموړي داراز له خلکو وغوښتل چي د خپلو سرتېرو ملاتړ وکړي او ترهګرو ته په کورو کي ځای ورنکړي.

د امنيه قومندانۍ د امنيت آمر مل پاسوال رحمت الله اطرافي وويل چي تېره اوونۍ يې د کندهار په بېلابيلو سيمو کي ۷۱ ترهګر وژلي، ۶ يې ټپيان کړي او ۷ نور يې ژوندي نيولي دي. هغه زیاته کړه چي د تېري اوونۍ په جريان کي يط ۴۰ ماينونه کشف او شنډ کړي، يو توغندی يې نيولی او ۶۰ د کلاشينکوف مرمۍ يې نيولي دي. هغه زياته کړه چي يو کس يې د قتل په تور نيولی او داراز يې څه باندي ۲۳ لکه افغانۍ د پاسپورټ او څه باندي ۴ لکه د ټرافيکو مديريت عوايد افغانستان بانک ته تحويل کړي دي.

د ۲۰۵ اتل قول اردو د لومړۍ لوا قومندان وويل چي يو مشکوک کس يې نيولی، د سرحدي ځواکونو قومندان د ۲۳ ماينونو د کشف او شنډولو خبر ورکړ او د محبس مسئولينو وويل چي تېره اوونۍ يې ۴۰ بنديان چي د بند موده يې پای ته رسېدلې وه، خوشي او ۱۴ کسانو ته يې د ولسمشر د حکم له مخي د مجازاتو تخفيف ورکړ.