په ( ۱۲ ) ناحيه کي ( ۲ ) کېلو متره سړک تر بشپړېدو وروسته د عامو خلکو پر مخ د پټۍ په پرېکولو سره پرانيستل سو .

د يکشنبې په ورځ د کندهار ښار په ( ۱۲ ) ناحيه کي ( ۲ ) کېلو متره سړک تر بشپړېدو وروسته د عامو خلکو پر مخ د کندهار والي تورن جنرال زلمي ويسا لخوا د پټۍ په پرېکولو سره پرانيستل سو، چي پر مهال يې د کندهار سرپرست ښاروال يو د يوشمېر دولتي ادارو ريسانو او تجارانو ګډون کړی وو .

د يکشنبې په ورځ د کندهار ښار په ( ۱۲ ) ناحيه کي ( ۲ ) کېلو متره سړک تر بشپړېدو وروسته د عامو خلکو پر مخ د کندهار والي تورن جنرال زلمي ويسا لخوا د پټۍ په پرېکولو سره پرانيستل سو، چي پر مهال يې د کندهار سرپرست ښاروال يو د يوشمېر دولتي ادارو ريسانو او تجارانو ګډون کړی وو .کندهاروالي تورن جنرال زلمي ويسا وويل : دغه ( ۲ ) کېلو متره دوه طرفه سړک چي لس متره پراخوالی لري او په منځ کي د ( ۲۰ ) متره ګلدان لرونکی دی د ( ۱۰ ) مياشتو په موده کي بشپړ او ګټي اخيستني ته وسپارل سو .
ښاغلي ويسا وويل : د نوموړي سړک د ( ۲۰ ) ميليونه افغانيو په لګښت د کندهار ښاروالۍ لخوا جوړ سوی چي مالي چاري يې د رئيس صاحب جمهور په حکم د ماليې وزارت د تشويقي بوديجې لخوا ورکول سوي دي .
کندهار والي تورن جنرال زلمي ويسا د رئيس صاحب جمهور محمد اشرف غني څخه ځانګړې مننه وکړه چي دغه تشويقي بوديجه يې کندهار ښاروالۍ ته د نوموړي سړک د جوړولو په موخه ورکړې، هغه د ټولو ښاريانو څخه غوښتنه وکړه چي د دغه سړک څخه د ګټي اخيستني پرمهال دي يې ساتني ته هم ځانګړې پاملرنه وکړي .
د کندهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر
ورځ : يکشنبه
نېټه : ۱۵ / ۰۷ / ۱۳۹۷