په کندهار کي د زراعتي محصولاتو د کيفيت کتني او نړيوال سرټيفيکټ ورکولو مرکز جوړېږي .

 

د دوشنبه په ورځ په کندهار کي د زراعتي محصولاتو د کيفيت کتني او نړيوال سرټيفيکيټ ورکولو مرکز د جوړولو لپاره د کندهار والي تورن جنرال زلمي ويسا په ځانګړې لارښوونه مرستيال والي عبدالحنان منيب په صنعتي پارک کي د زراعت وزارت څخه راغلي پلاوي ته مځکه په واک کي ورکړه .
د دغه مراسمو پرمهال د مرستيال والي عبدالحنان منيب ترڅنګ د مرکز څخه راغلي پلاوي، د دولتي ادارو يو شمېر رئيسانو او ملي تجارانو ګډون کړی وو .

مرستيال والي عبدالحنان منيب له مرکز ( د کرني اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ) څخه راغلي پلاوي ته د مځکي سپارلو پرمهال وويل پنځلس جريبه مځکه د دغه لابراتوار لپاره ځانکړې سوي او نن اړونده مسؤلينو ته په واک کي ورکړل سوه .
ښاغلي منيب وويل : دغه لابراتوار د زراعتي محصولاتو د بازار لپاره غوره لار ده چي په کندهار ولايت کي زياته اړتيا ورته ليدل کېدل، هغه زياته کړه : کندهار زراعتي ولايت دی چي د دغه مرکز په جوړلو سره به يې مېوه جات پر نړيوال معيار برابر او په اقتصادي برخه کي به ځانګړی رول ولوبوي .
مرستيال والي وويل : دغه مرکز د نړيوالو بانګ په مالي لګښت د کرني، اوبو لګو او مالدارۍ وزارت په چوکاټ کي جوړېږي چي د تخنيکې سروې چاري يې نن رسماً د پټۍ په پرېکولو سره پيل سوې .
د کرني، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت څخه د ( A.I.P ) پروژې استازي شامحمد حميدي وويل : د افغانستان مېوه جات په نړيوالو بازارونو کي د نورو هيوادونو په نښه او نوم سره پلورل کېږي، هغه زياته کړه : د کندهار ترڅنګ په مرکز کابل او هرات ولايتونو کي هم دغه ډول مرکزونه جوړېږي چي په جوړېدو سره به يې په راتلونکي کي افغاني مېوه جات زموږ د هيواد په نوم او نښه نړيوالو مارکېټونو ته وړاندي کړل سي .
د کندهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر
ورځ : دوشنبه
نېټه : ۱۶ / ۰۷ / ۱۳
۹۷