په کندهار کي د بهرنيو چارو د وزارت سياسي معين حکمت خليل کرزي ستاينغونډه جوړه سوه .

  د سه شنبه په ورځ تر غرمې وروسته په کندهار ولايت کي د حکمت خليل کرزي ستاينغونډه جوړه سوه چي پرمهال يې مرستيال والي عبدالحنان منيب، د يو شمېر رياستونو رئيسانو، قومي مشرانو، مدني فعالانو، ځوانانو او مېرمنو ګډون کړی وو .
مرستيال والي عبدالحنان منيب د ټولو ځوانانو او قومي مشرانو څخه ځانګړې مننه وکړه چي د خپلو ځوانو کدرونو د ستايني دود يې ژوندی ساتلی او خپل مشران او ځوان کدرونه په ژوندوني ستايي، هغه زياته کړه : په دې ډول کارونو سره به زموږ ځوان کدرونه او مشران نور هم وهڅول سي ترڅو د دې زورېدلي ولس لپاره لاهم هلي ځلي وکړي .
ښاغلي منيب وويل : موږ په ( ۴۰ ) کلنه جګړه کي خپل ډېر ځوان کدرونه او مشران له لاسه ورکړي چي تر اوسه مو هغه تشه نده ډکه کړې، نوموړي زياته کړه : موږ نور هغوئ په ژوندوني ستايو او قدر يې کوو ترڅو د خپل وطن د ابادۍ په لار کي حيرانوونکي لاسته راوړني ولري .
مرستيال والي وويل : ښاغلی حکمت خليل کرزی نه يوازي دا چي په سياست کي يې ليسانس کړی بلکي د معلوماتي ټکنالوژۍ په برخو کي دوې ماسټرۍ هم لري، همدارنګه په منځنۍ آسيا کي د هغه سياسي افراطيت، ترهګرۍ، منازعاتو د حل، پرمختګ او امنيت په باب تحقيقات خورا د پام وړ دي .
ښاغلي منيب وويل : حکمت خليل کرزی په خپل سياسي کاري بهير کي د ډېرو لاسته راوړنو له امله د ولسمشر لخوا د افغانستان د سولي او طالبانو سره د مستقيمو خبرو اترو لپاره د ځانګړي استازي په توګه مقرر سو، د هغه په خبره : نوموړي په دغه مقررۍ سره د سولي په برخه کي بې ساري پرمختګونه وکړه .
مرستيال والي وويل : ښاغلي کرزي په زيات شمېر کندهاري ځوانانو ته د تحصيلي بورسونو زمينه برابره کړې او بېلابېلو هيوادونو ته يې د لوړو زده کړو د ترلاسه کولو په موخه استولي دي، همدارنګه يې په کندهار ښار کي د احمدشاهي لوبغالي او په عينو ښارګوټي کي د کرکيټ د ميدان د پروژو په برخه کي هم نه ستړي کېدونکي هلي ځلي کړي دي چي دا لوی احسان به يې کندهاريان هيڅکله هېر نکړي .
مرستيال والي عبدالحنان منيب وويل : حکمت خليل کرزي نه يوازي په بهرنيو چارو وزارت کي مستحق کندهاري ځوانان په دندو ګمارلي بلکي د کابل په بېلابېلا ادارو کي يې ورته کاري زمينه برابره کړې چي دغه لاسته راوړني يې د ستايني وړ دي .
په نوموړې غونډه کي قومي مشرانو او ځوانانو د حکمت خليل کرزي هڅي او لاسته راوړني وستايلې او هغه ته يې په ژوند کي د لا برياليتوبونو ترڅنګ د اوږد او خوشحاله ژوند لرلو دعا وکړه .
د يادوني وړ ده چي حکمت خليل کرزی د خليل خان کرزي زوی دی چي په ( ۱۹۷۳ م ) کال کي يې د کندهار په تاريخي ولايت کي دې نړۍ ته سترګي پرانيستي دي، نوموړي د ليسانس ترکچي زده کړي د حقوقو او سياسي علومو په پوهنځۍ کي تر سره کړي او دوې ماسټرۍ لري چي يوه يې د معلوماتي ټکنالوژجۍ او بله يې د ستراتژيکو مطالعاتو په برخو کي ترسره کړي .
ښاغلی حکمت خليل خان کرزي په بېلابېلو رسمي او غير رسمي موقفونو کي د هيواد د ابادۍ لپاره دندي اجراء کړي او د دې ترڅنګ په پښتو، دري، انګلېسي او اردو ژبو هم رواني خبري کولای سي .
د کندهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر
ورځ : سه شنبه
نېټه : ۱۷ / ۰۷ / ۱۳۹۷