جمهور رئیس غني ډاډ څرګند کړ چي د ټاکنو لپاره ټول تخنیکي شرایط برابر سوي دي.


د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني د هيواد د ( ۳۴ ) ولایتونو له دفاعي، امنیتي او سیمه‎‎ییزو مسؤلینو سره تېر ماښام په توحید ملي مرکز کي د ویډیو کنفرانس له لاري خبري وکړې چي پر مهال يې کندهار والي تورن جنرال زلمي ويسا، يوشمېر ولسوالانو، د دولتي ادارو يوشمېر رئيسانو او امنيتي مسؤلينو هم برخه اخيستې وه .
د هېواد جمهور رئیس د ټاکنو د ترسره کولو لپاره له ټولو مسؤلینو څخه د ښو ترتیباتو د برابرولو په خاطر مننه وکړه او ويې ویل : ملکي او نظامي ادارې دي په ټولو برخو کي د ټاکنو کمېسیون سره همکاري وکړي .
جمهور رئیس له دوئ څخه غوښتنه وکړه چي د دښمنانو د هغو خطرونو او توطيئو په تشخیص کي دي دقت وکړي چي غواړي ټاکنې خپل هدف وګرځوي همدارنګه دي د ټاکنېزو کمپاینونو او نوماندانو د مثبتو سیالیو لپاره ټول امکانات په کار واچوي ترڅو د امن فضا برابره کړي .
جمهوررئیس غني ټولو مسؤلینو ته وویل : د ټاکنو د پروسې بریالیتوب زموږ لومړیتوب دی، هغه په ټینګار سره وویل : هیڅ ملکي او نظامي مامورين په ټاکنو کي د مداخلې حق نه لري او د سرغړوني په صورت کي به قانوني چلند ورسره وسي .
دغه راز جمهور رئیس ملکي مسؤلینو ته وویل : د قوتونو ځای پر ځای کول د قول اردوګانو، پولیسو او ملي امنیت صلاحیت دی او ملکي برخي دي په کښي مداخله نه کوي .
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس له سیمه‎‎ییزو مسؤلینو څخه وغوښتل چي د ملي اردو، ملي پولیسو او سیمه ‏ییزي اردو د جلب او جذب په برخه کي دي له امنیتي او دفاعي ارګانونو سره همکاري وکړي .
د کندهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر
ورځ : چهارشنبه
نېته : ۱۸ / ۰۷ / ۱۳۹۷