د خاکرېز ولسوالۍ اوسېدونکو له مرستيال والي سره وليدل .

د چهارشنبې په ورځ د خاکرېز ولسوالۍ اوسېدونکو له مرستيال او سرپرست والي عبدالحنان منيب سره د خپلو ستونزو د شريکولو په موخه په داسي حال کي وليدل چي پرمهال يې د يو شمېر دولتي ادارو مسؤلينو هم حضور درلود .
د خاکرېز ولسوالۍ اوسېدونکو له مرستيال او سرپرست والي عبدالحنان منيب سره د خپلي ولسوالۍ اړوند ستونزي شريکي کړې او له هغه څخه يې په له منځه وړلو کي د بشپړي همکاريو غوښتنه وکړه، همدارنګه نوموړو د دغي ولسوالۍ د وچکالۍ ځپلو او غريبو کورنيو يادونه هم وکړه چي ولايتي اداره دي ورسره د امکان ترحده خپلي مرستي شريکي کړي .
مرستيال او سرپرست والي عبدالحنان منيب هغوئ ته د ولایتي ادارې په استازیتوب د هر ډول همکاريو ډاډ ورکړ او ويې ويل هغه امکانات چي ولايتي اداره يې په لاس کي لري د ولسواليو تر مستحقو کورنيو پوري به يې په منظم ډول رسوي، هغه زياته کړه : د ولايت مقام دروازه د اولسونو پرمخ خلاصه ده او هغه ستونزي چي اولس ورسره لاس او ګرېوان دي ولايتي اداره به يې په خپل ټول توان سره له منځه وړي او هغوئ ته به د هوسا او ارام ژوند زمينه برابروي .
ښاغلي منيب اړونده مرستندويه رياستونو ته سپارښتنه وکړه چي د خاکرېز ولسوالۍ اړو او مستحقو کورنيو ته هغه امکانات چي په لاس کي يې لري وسپاري او د هغوئ اړتياوي او ضرورتونه ورباندي له منځه يوسي .
د کندهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر
ورځ : چهارشنبه
نېټه : ۱۶ / ۰۸ / ۱۳۹۷