د ارغستان ولسوالۍ د اداري تعمير د بنسټ ډبره کښېښول سوه .

د چهارشنبې په ورځ د ارغستان ولسوالۍ د اداري تعمير د بنسټ ډبره په داسي حال کي کښېښول سوه چي پرمهال يې قومي او ولسي مشرانو ګډون کړی وو .
د دغه اداري تعمير د قراداد چاري چي څه موده مخکي شروع سوي وې او نن يې رسماً د تعمير چاري پيل سوې .
دغه تعمير د ولايتي ادارې په هڅو د ښار او کور جوړولو وزارت لخوا منظور سوی چي مالي چاري يې هم د ښار او کور جوړولو وزارت پر غاړه لري او ټول ټال ( ۱۷۴۳۵۲۲۴ اوولس ميليونه، څلور لکه، پنځه دېرش زره او دوه سوه څلورويشت ) افغانۍ لګښت ورباندي راځي همدارنګه به يې د يوه کال په اوږدو کي کاري چاري بشپړي سي .
نوموړی تعمير دوه منزله دی او په هر منزل کي يې ۱۲ اتاقه دي چي مجموعه يې ۲۴ اتاقه کېږي او ولايتي اداره په دې برخه کي جدي هڅه کوي چي ساختماني چاري يې چټکۍ سره بشپړي او ژر تر ژره يې ګټي اخيستني ته وسپاري .
د دغه تعمير په جوړېدو سره د ارغستان ولسوالۍ قومي او ولسي مشرانو خوښي وښودل او د ولايتي ادارې څخه ځانګړې مننه وکړه چي وخت پر وخت يې د خلګو ستونزي اورېدلي او په مخنيوي کي يې چټکي هڅي کړي دي .
د يادوني وړ ده چي کندهار ولايت مقام په پلان کي لري چي په نژدې راتلونکي کي په ارغستان ولسوالۍ کي يو شمېر نوري عام المنفعه پروژې پلي او د هغه ځاي د اوسېدونکو لپاره اسانتياوي برابري کړي .
د کندهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر
ورځ : چهارشنبه
نېټه : ۱۶ / ۰۸ / ۱۳۹۷