مرستيال او سرپرست والي : د ښارونو د ساتلو او په ښارونو کي د ژوند کولو لپاره اسنتياوي رامنځته کول د ټولو ګډ مسؤليت دی .

دغه څرګندوني د پنجشنبې په ورځ مرستيال او سرپرست والي عبدالحنان منيب د ښارونو د نړيوالي ورځي په لمانځل غونډه کي په داسي حال کي وکړې چي پرمهال يې په ټولنيزو چارو کي د ولايت مقام مرستيال حاجي اغالالي دستګيري، د ولايتي شورا غړو، د کندهار سرپرست ښاروال، قومي او اولسي مشرانو، د کندهار پوهنتون رئيس او استادانو، د يو شمېر دولتي ادارو مسؤلينو او استازو او په زيات شمېر ځوانانو ګډون کړی وو .
په غونډه کي مرستيال او سرپرست والي عبدالحنان منيب ټولو ته د ښارونو د نړيوالي ورځي مبارکي وويل او زياته يې کړه : په ښارونو کي د ژوند کولو اسانتياوي او د ښارونو په پاک ساتلو کي ونډه اخيستل د ټولو اولسونو ملي مسؤليت دئ .
ښاغلي منيب وويل : ښارونه د انسانانو د متمرکزو او مېشتو ډلو دوهمه سرپناه او کورګی دئ چي ټول پېښېدونکي او راتلونکي کمي او کيفي مثبت او منفي تغيرات يې پر ټولو اوسېدونکو مستقيمي اغېزې لري، نوموړي زياته کړه : د ښاري پراختيا او ښاري نظم په برخه کي د ولايتي ادارې، ښاريانو او دولتي اورګانونو مسؤليت دادئ چي د پراختيا پرمهال يې معيارونو ته ځانګړې پاملرنه وکړي .
نوموړې وويل : کندهار ښار په تېرو اوولسو کلونو کي د عمراني، اقتصادي او خدماتي اړخه ترپخوا څو چنده پراختيا کړې او لاهم ورځ تر بلي د پراختيا په حال کی دی، هغه زياته کړه : د دا ډول ورځو لمانځني د ښاري فرهنګ او ښاري مدنيت د پېژندني، ترويج، ښاريانو او ښارواليو ترمنځ د همکاريو د زياتوالي او د قوي او ضعيفو ټکو په ښکاره کولو کي لا زيات مؤثر تمامېدای سي .
مرستيال او سرپرست والي عبدالحنان منيب په دغه غونډه کي د کندهار د سرپرست ښاروال محمد نسيم رضايي څخه ځانګړې مننه وکړه چي د ښاروالۍ په برخه کي يې منظم انکشاف رامنځته کړی او د هغه توازن ته يې پاملرنه کړې، ښاغلي منيب هغه ته د ولايتي ادارې په استازيتوب د هر ډول همکاريو ډاډ ورکړ او په چارو کي يې ورته د برياليتوب هيله وښوده .
په غونډه کي د کندهار سرپرست ښاروال محمدنسيم رضايي وويل : دغه ورځ د جمهور رئيس محمد اشرف غني په لارښوونه په ټوله افغانستان کي لمانځل کېږي، هغه زياته کړه : د دغي ورځي د لمانځلو څخه مو موخه په پرمختيايي پاليسي او ستراتيژي کي د اولس نظر غوښتل دي .
ښاغلي رضايي ټولو ته زېری ورکړ او ويې ويل چي کندهار ښاروالي د محصول په را ټولولو کي د اکتوبر د مياشتي لومړی مقام ترلاسه کړی چي دا د ټولو کندهاريانو لپاره د خوښۍ ځای دی .
سرپرست ښاروال وويل : په کندهار ښار او يو شمېر ولسواليو کي د کندهار ښاروالۍ لخوا ( ۱۸ ) بېلابېلي پروژې پلي سوي چي چاري يې په چټکۍ سره پرمخ رواني دي ؛ همدارنګه ( ۴ ) نوري لويي پروژې هم تر کار لاندي دي چي پنډ به يې د نړيوال بانک لخوا ورکول کېږي او ډېر ژر به پلي سي، هغه زياته کړه : په کندهار ښار او يو شمېر ولسواليو کي لسګونه نوري پروژې د مرستندويه مؤسساتو لخوا پلي سوي چي کارونه يې په چټکۍ سره پرمخ روان دي .
په ټولنيزو چارو کي د ولايت مقام مرستيال حاجي اغالالي دستګيري وويل : د ښارونو پاکوالۍ د اوسېدونکو ګډ مسؤليت دی او بايد دغه مسؤليت ته په صحيح ډول پاملرنه وکړي، هغه له ټولو ښاريانو څخه غوښتنه وکړه چي د خپل ټکسونه که په هره برخه کي وي پر ټاکلي وخت ښاروالۍ او اړوندو ادارو ته تحويل کړي .
همدارنګه ښاغلي دستګيري د قومي او ولسي مشرانو څخه غوښتنه وکړه چي د کندهار ښاروالۍ سره دي وخت پر وخت خپل نظرونه شريک کړي ترڅو د هغوئ کارونه په منظم او صحيح ډول سره پرمخ ولاړ سي .
په غونډه کي د ولايتي شورا غړو او د يو شمېر نورو دولتي ادارو مسؤلينو هم ټولو ته د ښارونو د نړيوالي ورځي مبارکي وويل او د ښارونو په پاکوالي او منظم ساتلو کي يې د اولس او دولت ترمنځ ګډه همکاري مهمه وبلل .
د کندهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر
ورځ : پنجشنبه
نېټه : ۱۷ / ۰۸ / ۱۳۹۷