د ولسي جرګې يو شمېر نوماندانو له مرستيال او سرپرست والي عبدالحنان منيب سره وکتل .

د پنجشنبې په ورځ د ولسي جرګې يو شمېر نوماندانو په ولايت مقام کي له مرستيال او سرپرست والي عبدالحنان منيب سره په داسي حال کي وکتل چي پرمهال يې د ولايتي شورا غړی نعمت الله شېردلي او د سولي د عالي شورا رئيس هم حضور درلود .
راغلو نوماندانو په يو شمېر برخو کي خپلي ستونزي له مرستيال او سرپرست والي عبدالحنان منيب سره شريکي کړې او ټينګار يې وکړ هغه رايي چي د بايمتريک له لاري استعمال سوي دي حساب او د بايميتريک څخه بغير استعمال سوي رايي بايد باطلي اعلان سي .
نوموړو وويل : موږ د رايو په شمېرلو کي د ولايتي ادارې په همکارۍ د ټاکنو له خپلواک کميسيون څخه عدالت غواړو ترڅو بريالي او مستحق کسان د شفافو رايو په ذريعه تر ولسي جرګې پوري ورسېږي .
مرستيال او سرپرست والي عبدالحنان منيب د هغوئ څخه مننه وکړه چي د خپل او د ولس له حق څخه دفاع کوي، هغه راغلو نوماندانو ته د ولايتي ادارې په استازيتوب ډاډ وکړ او ويې ويل : هغه واک او اختيار چي ولايتي اداره يې لري هيڅکله به يې ستاسو څخه ونه درېغوي .
ښاغلي منيب د دوئ ستونزي پرځاي وبللې او زياته يې کړه چي دغه ستونزي به په مرکزي اداره کي د ټاکنو له خپلواک کمېسيون او مرکزي ادارې سره شريکوي همدارنګه به له هغوئ څخه د يوه پلاوي د را استولو غوښتنه وکړي ترڅو هرڅه له نژدې بررسي او پاکي او ناپاکي رايي سره بېلي کړي چي د اولس او نوماندانو د پام وړ وګرځي .
د کندهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر
ورځ : پنجشنبه
نېټه : ۱۷ / ۰۸ / ۱۳۹۷