د کندهار ښار د جمهوريت څلور لاري څخه تر هوايي ډګر پوري دغه لويه جاده د شهيد ستر جنرال عبدالرازق اڅکزي په نامه ونومول سوه .

د دوشنبې په ورځ د کندهار ښار د جمهوريت څلور لاري څخه تر هوايي ډګر پوري دغه لويه جاده په داسي حال کي د شهيد ستر جنرال عبدالرازق په نامه ونومول سوه چي پرمهال يې مرستيال او سرپرست والي عبدالحنان منيب، د ولايتي شورا غړو، امنيتي ځواکونو، قومي او ولسي مشرانو او د يو شمېر دولتي ادارو مسؤلينو او استازو ګډون کړی وو .
مرستيال او سرپرست والي عبدالحنان منيب وويل : شهيد ستر جنرال عبدالرازق اڅکزی پر وطن او خلګو مین شخص وو او تل يې کوښښ کاوه چي د ولس ستونزي په خورا مېړانه له منځه يوسي، هغه زياته کړه : د شهيد جنرال عبدالرازق د نوم ساتلو په موخه د جمهوريت څلور لاري څخه تر هوايي ډګر پوري دغه نوې جاده نن رسماً د هغه په نوم سره ونومول سوه .
ښاغلي منيب وويل : شهيد ستر جنرال عبدالرازق اڅکزی د ټول هيواد وياړ يادېدی او داسي کار نامې يې لرلې چي ټول هيواد ورته هيرانه وو، نوموړي زياته کړه : ولايتي اداره هڅه کوي چي د شهيد د نوم د ژوندي ساتلو په موخه يو شمېر نوري سيمي هم د هغه په نوم سره ونوموي ترڅو د شهيد ستر جنرال عبدالرازق اڅکزي نوم ژوندی او ياد يې تلپاته وي .
د کندهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر
ورځ : دوشنبه
نېټه : ۲۱ / ۰۸ / ۱۳۹۷