د ولسمشر سلاکار د خپل سفر پرمهال د مرستيال او سرپرست والي په حضور کي له ديني عالمانو او ملا امامانو سره وليدل .

د شنبې په ورځ په قومونو او قبايلو چارو کي د جمهور رئيس سلاکار صالح محمد صفاري او ورسره راغلي پلاوي د خپل سفر پرمهال د مرستيال او سرپرست والي عبدالحنان منيب په حضور کي په ولايت مقام کي د علماء کرامو او ملا امامانو سره وليدل چي پرمهال يې د ولايتي شورا غړو او د يوشمېر دولتي ادارو رئيسانو هم ګډون کړی وو .
په دغه غونډه کي مرستيال او سرپرست والي عبدالحنان منيب د ديني عالمانو او ملاامامانو څخه مننه وکړه چي وخت پر وخت يې د ولايتي ادارې سره د سولي په برخه کي د امکان ترحده هڅي کړي دي، نوموړي په دغه برخه کي له هغوئ څخه د لا همکاريو غوښتنه وکړه .
وروسته په غونډه کي ديني عالمانو او ملا امامانو له راغلي پلاوي سره خپل نظريات او ستونزي شريکي کړې او ويې ويل : د کندهار ولایت ديني عالمان او ملا امامان د سرپنا لپاره کورونو او دارالافتاح ته اړتيا لري، هغوئ زياته کړه : د دې سيمي عالمانو د خپلو کورنيو غړي له لاسه ورکړي دي او په شهادت رسېدلي دي چي له وارثينو سره يې بايد هر اړخيزه مرستي وسي .
نوموړو د ولسمشر د هغه پریکړي ستاینه هم وکړه چي نور به علماء او ملا امامان حج ته د حجاجو سره د استادانو په حیث استول کېږي . 
وروسته په غونډه کي د قومونو او قبايلو په برخه کي د جمهور رئيس سلاکار صالح محمد صفاري او ورسره راغلي پلاوي د سولي په برخه کي د ديني عالمانو او ملاامامانو رول مهم وباله او له هغوئ څخه يې په دغه برخه کي د لا همکاريو غوښتنه وکړه، همدارنګه يې هغوئ ته ډاډ ورکړ چي ستاسو غوښتني به له جمهور رئيس سره شريکوي .
د يادوني وړ ده چي د قومونو او قبايلو په برخه کي د جمهور رئيس سلاکار صالح محمد صفاري کندهار ته د دې سيمي د انکشافي، سياسي او ټولنيزو برخو د ستونزو، پشنهادونو او نظرونو د اورېدلو په موخه راغلی ترڅو تر رئيس جمهور پوري يې ورسوو .
د کندهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر
ورځ : شنبه
نېټه : ۰۳ / ۰۹ / ۱۳۹۷