د جمهور رئيس په حضور کي د کندهار ولايت له ارغستان څخه تر معروف ولسوالۍ پوري د سړک د دوهم قير پروژه لاسليک سوه .

د شنبې په ورځ د جمهوررئیس محمد اشرف غني په حضور کي د فوائد عامې وزارت اړوند د شپږو پروژو قراردادونه لاسلیک سول چي پکښي د کندهار ولایت له ارغستان څخه تر معروف ولسوالۍ پوري د ۳۴،۲ کیلو متره په اوږدوالي د سړک د دوهم لاټ پروژه هم شامله ده .
د دغه قراردادونو د لاسليک پرمهال یوشمېر دولتي مقاماتو هم حضور درلود .
نوموړی سړک د کندهار ولايت له ارغستان ولسوالۍ څخه تر معروف ولسوالۍ پوري غځېدلی دی چي ۳۴،۲ کيلومتره اوږدوالي لري او پنډ يې د فوائد عامې وزارت اړوند له انکشافي بودجې څخه تمويلېږي .
د کندهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر
ورځ : شنبه
نېټه : ۰۳ / ۰۹ / ۱۳۹۷