حکمت الله نوري د کندهار د مخابراتو رياست لپاره د نوي رئيس په توګه وپېژندل سو .

د يکشنبې په ورځ د مرستيال او سرپرست والي عبدالحنان منيب لخوا د مخابراتو رياست لپاره نوی رئيس حکمت الله نوري د دغه رياست مامورينو ته په رسمي ډول ور وپېژندل سو، چي پرمهال يې د يو شمېر دولتي ادارو مسؤلينو او استازو ګډون کړی وو .
لومړی مرستيال او سرپرست والي عبدالحنان منيب هغه ته د نوي دندي مبارکي وويل او هيله يې وښودل چي د دغه رياست چاري به په ښه توګه سمبالوي .
ښاغلي منيب وويل : حکمت الله نوري په مرکز کي د ( C.B.R ) پروسې له لاري دغه رياست ته لار پيدا کړې چي د نوموړي رياست اړوند ستونزي به له منځه وړي او د ولس خدمت ته دوام ورکوي، نوموړي د مخابراتو رياست له ټولو مامورينو څخه وغوښتل چي د نوي رئيس ښاغلي نوري سره په چارو کي تر خپله وسه همکاري وکړي ترڅو د دغه رياست چاري په ښه ډول پرمخ تللي وي .
په دغه مراسمو کي مرستيال او سرپرست والي هغه ته د ولایتي ادارې په استازیتوب د هرډول همکاریو ډاډ ورکړ .
وروسته نوي رئيس له مرکزي او ولايتي ادارو څخه مننه وکړه چي پر ده يې باور کړی او دغه دروند مسؤليت يې ورته سپارلی دی، نوموړي وويل چي د امکان ترحده به د دغه رياست اړوند د ولس ستونزو ته حل لار پيدا کوي او هغوئ ته به پر وخت د ستونزو ځواب وايي .
د کندهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر
ورځ : يکشنبه
نېټه : ۰۴ / ۰۹ / ۱۳۹۷