په کندهار کي د تخنيکي او مسلکي زده کړو لپاره نوی تعمير جوړ او ګټي اخيستني ته وسپارل سو .

د يکشنبې په ورځ د کندهار ښار په دوهمه عينومېنه کي د تخنيکي او مسلکي زده کړو لپاره د نوي تعمير د جوړېدو چاري بشپړي او د مرستيال او سرپرست والي عبدالحنان منيب لخوا رسماً د پټۍ په پرېکولو سره پرانيستل سو چي پرمهال يې د دولتي ادارو يو شمېر مسؤلينو او استازو او زده کوونکو ګډون کړی وو .
په دغه مراسمو کي د ښار او کور جوړولو رياست رئيس انجنير محمد حنيف وويل : د تخنيکي او مسلکي زده کړو دغه تعمير په ( ۸ ) جريبه مځکه کي جوړ سوی چي د ( ۲ ) منزلونه لرونکی دی، نوموړي زياته کړه : په دغه منزلونو کي ( ۱۵ ) صنفونه، ( ۱ ) لابراتوار، ( ۶ ) بابه اداري اطاقونه، ( ۲ ) بابه محافظوي اطاقونه او ( ۱۰ ) عصري تشابونه شتون لري .
ښاغلي حنيف وويل : د دغه تعمير پروژه د کندهار د معارف رياست په غوښتنه د ( ۲۰۳۶۲۴۲۷ ) افغانۍ په لګښت د ښار او کور جوړولو وزارت لخوا د ( ۱۴ ) مياشتو په موده کي پلي سوې ده .
په دغه مراسمو کي مرستيال او سرپرست والي عبدالحنان منيب د دغه تعمير د جوړېدو مبارکي ټولو ښاريانو ته وويل او زياته يې کړه چي په دغه تعمير سره به د تخنيکي زده کړو اړوند تر زياته حده ستونزي حل سي .
ښاغلي منيب وويل : په دغه تعمير کي به سلګونه زده کوونکي تخنيکي او مسلکي زده کړي کوي، همدارنګه هغه د اړونده رياستونو څخه غوښتنه وکړه چي په راتلونکي کال کي دي د دغه تعمير لپاره د نورو صنفونو د جوړولو زمينه هم برابره کړي ترڅو په زيات شمېر زده کوونکي ورڅخه ګټه اخيستنه وکړي، نوموړي د ټولو زده کوونکو څخه غوښتنه وکړه چي د دغه تعمير په ساتنه کي دي تر خپله وسه هڅه وکړي .
وروسته د پوهني رياست رئيس عبدالقادر پيوستون هم د دغه تعمير په جوړولو سره خوښي وښودل او ويې ويل په دغه تعمير سره به د تخنيکي او مسلکي زده کړو په برخه کي ستونزي له منځه ولاړي سي، همدارنګه نوموړي د يو شمېر روانو پروژو په اړه هم معلومات وړاندي کړه او زياته يې کړه چي په راتلونکي کال کي به د معارف رياست اړوند دا ډول لسګونه پروژې پلي سي .
د کندهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر
ورځ : يکشنبه
نېټه : ۰۴ / ۰۹ / ۱۳۹۷