په کندهار کي د پستې د باغونو د ترويج په موخه يو ورځنی ورکشاف ترسره سو.

په کندهار کي د پستې د باغونو د ترويج په موخه يو ورځنی ورکشاف ترسره سو.
د شنبې په ورځ په کندهار پوهنتون کي د پستې د باغونو د ترويج، د هغه د حاصلاتو او ګټو په موخه يو ورځنی ورکشاف ترسره سو چي پرمهال يې په ټولنيزو چارو کي د ولايت مقام مرستيال حاجي اغالالي دستګيري، ترڅنګ يې د مرکز د چارو له ادارې څخه راغلي پلاوي، د يو شمېر دولتي ادارو مسؤلينو، د کندهار پوهنتون استادانو، په زيات شمېر محصلينو او مېرمنو ګډون کړی وو.
په دغه مراسمو کي په ټولنیزرو چارو کي د ولايت مقام مرستیال حاجي اغالالي دستګیري وویل : د کندهار په يو شمېر ولسواليو کي د پستې باغونه ښه حاصلات ورکوي، هغه زياته کړه : د پستې ترڅنګ د کندهار انار او انګور هم نړیوال شهرت لري چي په اقتصادي وده کي مهم رول لري.
ښاغلي دستګيري د جمهور رئیس محمد اشرف غني څخه ځانګړې مننه وکړه چي د پستې د ترویج لومړني کارونه یې له کندهاره پیل کړي، هغه زياته کړه : دغه باغونه به د هیواد او په ځانګړي ډول د کندهار په زراعت کي مثبت بدلون راولي.
همدارنګه په دغه مراسمو کي د ولسمشري ماڼۍ د چارو له ادارې څخه راغلي پلاوي وویل : جمهور رئیس محمد اشرف غني د هیواد د اقتصادي پیاوړتیا لپاره په نوي لارو چارو کار پیل کړي دی، هغه زياته کړه : د دغه فعاليتونو له مخي غواړي په افغانستان کي د پستې او نورو ګټورو بوټو کرل دود کړي.
راغلي پلاوي وویل : کندهار د افغانستان سیاسي اقتصادي او په نورو برخو کي د پرمختګ زړه دي او اړینه ده چي هر حرکت باید له دې ځایه پیل سي، هغه زياته کړه : د داسي باغونو د ترويج څخه يې موخه د هيواد د اقتصادي ودي ترڅنګ د اکاډمیکو شخصیتونو سره د بزګرو وصل کول هم دي.
همدارنګه د کندهار پوهنتون او زراعت رياستونو رئيسانو هم د پستې د کښت د ترویج، پروسيس او اقتصادي ګټو په اړه وويل : پسته د غذايي ارزښت ترڅنګ د طبي ارزښت لرونکې هم ده او په کندهار او جنوب لودیځه حوزه کي ښه حاصلات ورکولای سي.
د يادوني وړ ده چي د افغانستان ( ۷۵ ٪ سلنه ) اوسېدونکي په زراعت بوخت دي او هم د هیواد اقتصادي پیاوړتیا په زراعت پوري تړلې ده.
د کندهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر
ورځ : شنبه
نېټه : ۱۵ / ۱۰ / ۱۳۹۷