د کندهار ښار او يو شمېر ولسواليو مشرانو د سرپرست والي د هڅو د ستاينو ترڅنګ هغه ته د اعزاز بګړۍ هم ور پر سر کړه.

د کندهار ښار او يو شمېر ولسواليو مشرانو د سرپرست والي د هڅو د ستاينو ترڅنګ هغه ته د اعزاز بګړۍ هم ور پر سر کړه.
د شنبې په ورځ په ولايت مقام کي د کندهار ښار او يو شمېر ولسواليو مخورو د سرپرست والي عبدالحنان منيب سره د ليدني ترڅنګ د هغه هڅي او خدمتونه وستايل او ترڅنګ يې هغه ته د اعزاز بګړۍ هم ور پر سر کړه چي پرمهال يې سکتوري رئيس هم حضور درلود.
راغلو مشرانو وويل : دامهال د دولت او ولس ترمنځ فاصله لېري سوې او ورځ تر بلي ولس له دولت سره په هره برخه کي همکاري کوي، همدارنګه هغوئ هم سرپرست والي ته د هر ډول همکاريو ډاډ ورکړ.
په ليدنه کي راغلو مشرانو وويل : که چېري د ولايت مقام په مشرۍ ولسي کمېسيون جوړ سي نو وخت پر وخت به د ولس ستونزي له ولايتي ادارې سره په اسانۍ شريکي او د حل په برخه کي به يې بې له ځنډه اجراأت ترسره کېږي، هغوئ د سرپرست والي سره د ښار او ولسواليو اړوند پر يو شمېر ستونزو هم بحث وکړ او په اړه يې له ولايتي ادارې څخه د همکاريو غوښتنه وکړه.
په دغه ليدنه کي سرپرست والي عبدالحنان منيب د راغلو مشرانو څخه مننه وکړه چي د هغه هڅي يې وستايلې، هغه زياته کړه : د دولت مامورين د ولس خدمت کاران دي چي بايد د هغوئ ستونزي واوري او د قانون په چوکاټ کي حل لاره ورته ولټوي.
نوموړي د ولس او دولت ترمنځ همکاري يو له بل سره اړينه وبلل او ويې ويل چي په دې همکارۍ سره به مو هر ډول برياوي خپلي او د ستونزو په وخت کي به مو په اسانۍ سره حل لاري ورته لټولي وي.
ښاغلي منيب په يو شمېر برخو کي هغوئ ته د ستونزو د حل په موخه د ولايتي ادارې په استازيتوب د هر ډول همکاريو ډاډ ورکړ.
پاته دي نه وي چي د يو شمېر ټولنو استازو سرپرست والي ته د هغه د ښه خدمت کولو په پايله کي ستاينليکونه هم ورکړه.
د کندهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر
ورځ : شنبه
نېټه : ۱۵ / ۱۰ / ۱۳۹۷