د کندهار د سرپرست والي د خواشینی پیغام!

د کندهار د سرپرست والي د خواشینی پیغام!
په ډېره خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چي نن يکشنبه ديني عالم او جيد قاري محمود الحسن هاشمي د کندهار ښار په دوهمه ناحيه کي د هيواد د دښمنانو لخوا په شهادت ورسېدی.
انا لله و انا اليه راجعون
زه د شهيد هاشمي له کورنۍ سره په دې درانه غم کي ځان شريک ګڼم، همدارنګه د لوی خدای.ج. له عظيم دربار څخه شهيد ته د جنت الفردوس او کورنۍ او دوستانو ته يې د جميل صبر غوښتنه کوم.
ښاغلي منيب شهيد هاشمي د دين ستوری ياد کړ او ويې ويل : دښمن په دا ډول وحشتناکه بريدونو باندي خپلو شومو موخو ته نسي رسېدلای، همدارنګه يې امنيتي او کشفي ارګانونو ته سپارښتنه وکړه چي د دغه بريد عاملين پيدا او د قانون منګولو ته يې وسپاري.
د کندهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر
ورځ : يکشنبه
نېټه : ۱۶ / ۱۰ / ۱۳۹۷