په کندهار کي د ايران جنرل کونسل د کندهار له سرپرست والي سره وکتل.

په کندهار کي د ايران جنرل کونسل د کندهار له سرپرست والي سره وکتل.

د پنجشنبې په ورځ په کندهار کي د ايران جنرل کونسل سيد قادري د کندهار له سرپرست والي عبدالحنان منيب سره په ليدنه کي د دواړو هيوادونو د اړيکو پر پياوړتيا هر اړخيزه بحث وکړ.

دغه راز د ايران جنرل کونسل د کندهار له سرپرست والي څخه وغوښتل چي د کندهار ملي سوداګر د چابهار بندر له لاري سوداګرۍ کولو ته وهڅوي ځکه دغه بندر تر ډيرو نورو ټرانزيټي لارو د کندهار ملي سوداګرو ته ارزانه او لنډه  سوداګريزه لار ده، همدارګه هغه زياته کړه : دوئ غواړي د کندهار پوهنتون سره خپلي تعليمي او کلتوري اړيکي پياوړي کړي، چي د دې هڅو په دوام به د کندهار پوهنتون سره يو لړ تعليمي دوه اړخيزه تفاهم ليکونه هم لاسليک کړي.

په دغه ليدنه کي د کندهار سرپرست والی عبدالحنان منيب د ايران جنرل کونسل ته د ښه راغلاست ترڅنګ د ايران او افغانستان پر تاريخي اړيکو او دوستۍ هر اړخيزه بحث وکړ.

ښاغلي منيب د ايراني کونسل څخه مننه وکړه چي د کندهار اوسېدونکو او ملي سوداګرو ته يې د ويزې په برخه کي لازمي اسانتياوي برابري کړي دي، او همدارنګه يې د ملي سوداګرو سره د همکارۍ په موخه چابهار بندر په واک کي ورکړی، هغه زياته کړه : ولايتي اداره هڅه کوي چي ملي سوداګر وهڅوي ترڅو له دغي لاري خپلي سوداګريزي اړيکي له نړيوالو سره زياتي کړي.

دغه راز سرپرست والي د ايران جنرل کونسل څخه غوښتنه وکړه چي کندهاري ځوانانو ته د تعليمي بورسونو د ورکړي ترڅنګ په ورزشي برخو کي هم د ورزشکارانو سره لازمي مرستي وکړي.

د کندهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر

ورځ : پنجشنبه

نېټه : ۱۸ / ۱۱ / ۱۳۹۷