د اروزګان او شاوليکوټ ( شمالي ولسوالیو ) لپاره د نوي جوړي سوي اډې دوکاندارانو له سرپرست والي سره وکتل.

د اروزګان او شاوليکوټ ( شمالي ولسوالیو ) لپاره د نوي جوړي سوي اډې دوکاندارانو له سرپرست والي سره وکتل.
د شنبې په ورځ د اروزګان او شاوليکوټ ( شمالي ولسوالیو ) لپاره د نوي جوړي سوي اډې يو شمېر دوکاندارانو په ولايت مقام کي له سرپرست والي عبدالحنان منيب سره وکتل چي پرمهال يې د ولايت مقام د دفتر رئيس هم ګډون کړی وو.
په ليدنه کي راغلو دوکاندارانو وويل : د اروزګان او شاوليکوټ ( شمالي ولسوالیو ) لپاره دولت نوې اډه جوړه کړې چي ترڅنګ يې دوئ هم د خپلو کاروبارونو په موخه زيات لګښتونه پکښي کړي چي لا هم په غير قانوني ډول د زړې اډې څخه ګټه اخيستنه کېږي او د دوئ کاروبارونه يې په ټپه درولي دي.
په دغه ليدنه کي سرپرست والي عبدالحنان منيب وويل : د اروزګان او شاولي کوټ ( شمالي ولسواليو ) ټول موټروانان بايد له نوي جوړي سوي اډې څخه ګټه اخيستنه وکړي ترڅو په ښار کي د بې نظميو مخه نيول سوې وي، همدارنګه نوموړي راغلو دوکاندارانو ته ډاډ ورکړ چي ستونزه به يې ژر تر ژره حلوي.
ښاغلي منيب د اړوندو ادارو مسؤلينو ته سپارښتنه وکړه چي د زړې اډې څخه ګټه اخيستونکي دوکانداران او موټروانان په دې وپوهوي چي له نوي اډې څخه ګټه واخلي او په خبره يې که چېري کوم څوک سرغړونه وکړي قانوني چلند به ورسره کېږي.
د کندهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر
ورځ : شنبه
نېټه : ۲۰ / ۱۱ / ۱۳۹۷