په کندهار کي د اېران د اسلامي انقلاب ۴۰ کليزه ولمانځل سوه.

په کندهار کي د اېران د اسلامي انقلاب ۴۰ کليزه ولمانځل سوه.

د يکشنبې په ورځ په کندهار کي د اېران د اسلامي انقلاب ۴۰ کليزه د دغه هيواد په کونسلګرۍ کي ولمانځل سوه چي پرمهال يې سرپرست والي عبدالحنان منيب، په ټولنيزو چارو کي د ولايت مقام مرستيال، د پاکستان او هندوستان هيوادونو کونسلګران، د ولايتي شورا رئيس او غړو يې، د يو ناما مرستندويه مؤسسې استازو، سرپرست ښاروال، د دولتي ادارو رئيسانو، ملي سوداګرو او قومي مشرانو ګډون کړی وو.

په دغه مراسمو کي د ايران جنرل کونسل سيد قادري لومړی ټولو راغلو مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ له هغوئ څخه مننه وکړه چي د دغه هيواد د آزادۍ په مراسمو کي يې ورسره برخه اخيستې ده.

ښاغلي قادري وويل : د اېران او افغانستان هيوادونو ترمنځ ښه اړيکي شتون لري چي له امله يې په سوداګريزه او يو شمېر نورو برخو کي د دواړو هيوادونو ولسونو ته ګڼي اسانتياوي رامنځته سوي دي، همدارنګه هغه د دواړو هيوادونو د ولسونو ترمنځ د نورو اسانتياوو پر رامنځته کولو لا هم ټينګار وکړ.

دغه راز سرپرست والي عبدالحنان منيب د اېران ټول ولس ته د دغه ورځي مبارکي وويل او زياته يې کړه : د اېران ملت په خپلو دې انقلابي هڅو يقيناً د سيمي او نړۍ لپاره يوه بېلګه ييزه کارنامه پرې ايښې ده چي تل به د ملي مبارزو په لړ کي ځاي ولري او د نړۍ ټول ملتونه به يې د پرګڼيزو انقلابونو په لړ کي د يوې ستري تاريخي کارنامې په ډول يادوي.

ښاغلي منيب هيله وښوده چي د اېران ستر ملت د خپل ګاونډي اسلامي هيواد افغانستان سره هم خپل ګډ مشترکات لاهم وپالي ترڅو د يو او بل لپاره د ښې ورورولۍ او غوره ګاونډيتوب نموني وګرځي.

وروسته د ولايتي شورا رئيس حاجي سيد جان خاکرېزوال او د غونډي يو شمېر برخوالو هم ويناوي وکړې او د دغه ورځي مبارکي يې د اېران ټول ولس ته وويل، همدارنګه هغوئ د دواړو هيوادونو پر لا همکاريو او سوداګريزو اړيکو هر اړخيزه بحثونه هم وکړه.

د کندهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر

ورځ : يکشنبه

نېټه : ۲۱ / ۱۱ / ۱۳۹۷