د کندهار د عامي روغتيا رئيس : د تېر مالي کال په موده کي يې ۲،۴ ميليونه انسانانو ته صحي خدمات وړاندي کړي دي.

د کندهار د عامي روغتيا رئيس : د تېر مالي کال په موده کي يې ۲،۴ ميليونه انسانانو ته صحي خدمات وړاندي کړي دي.

دغه څرګندوني د دوشنبې په ورځ د عامي روغتيا رئيس ډاکټر عبدالقيوم پخلا د يوه خبري کنفرانس پرمهال په ولايت مقام کي خبريالانو ته وکړې.

په دغه کنفرانس کي د عامي روغتیا رئیس وویل : په کندهار ښار او ولسوليو کي د دغه رياست تر چتر لاندي دا مهال په دولتي او خصوصي سکتورونو کي ۲۱۵ روغتيايي مرکزونه او ۶۳۱ روغتيايي پوستې شتون لري چي د تېر مالي کال په موده کي يې ۲،۴ ميليونه تنو ته صحي خدمات وړاندي کړي دي، هغه زياته کړه : په دغه صحي مرکزونو کي ( ۴۳۶۱۷ ) ولادتونه، ( ۸۴۲۶۴ ) تنه ناروغان بستر سوي او ( ۲۱۴۸۴ ) جراحي عملياتونه چي تر ټولو لوړه سلنه يې ميرويس حوزوي روغتون تشکيلوي تر سره سوي دي.

همدارنګه هغه زياته کړه : په روان کال کي يې په بېلابېلو ولسواليو کي ۱۷ ګرځنده روغتيايي ټيمونه، ( ۲ ) بابه بنسټيز روغتيايي مرکزونه، ( ۱ ) باب بشپړ روغتيايي مرکز، ( ۱۳ ) بابه فرعي روغتيايي مرکزونه، ( ۵ ) د تغذي ګرځنده ټيمونه، په خصوصي سکتور کي ( ۳۱ ) ځانګړي روغتيايي مرکزونه ( P.H.P.s ) او درې بابه خصوصي روغتونونه ايجاد سوي دي.

 نوموړي وويل : په کندهار کي يې د طبابت په برخه کي د صحي علومو د انيستيتيوتوتونو له طريقه بېلابېلي بشري سرچينې چي شمېر يې ( ۱۹۹۴ ) تنه دي ( د قابلګۍ، فارمسي، نرسينګ، پروتيز او لابراتواتر ) په څانګو کي روزلي چي له جملې څخه يې ( ۱۲۴ ) تنه د دولتي سکتور او ( ۱۸۷۰ ) تنه د خصوصي سکتور تر چتر لاندي وه، هغه زياته کړه : د صحي علومو په برخه کي په بېلابېلو دولتي او خصوصي انستيتيوتونو کي ( ۲۵۹۸ ) تنه جديد الشمول محصلين هم لري چي له جملې څخه يې ( ۳۴۳ ) تنه په دولتي او ( ۲۲۵۵ ) تنه په خصوصي سکتور کي زده کړي کوي، همدارنګه يې د ميرويس حوزوي روغتون له لوري په بېلابېلو څانګو کي د ۲۱ تنو فارغه او ۵۷ تنو نوي جديد الشموله متخصصينو چي تر روزني لاندي دي يادونه هم وکړه.

دغه راز ښاغلي پخلا وويل : په کندهار کي يې د وقايوي خدمتونو ترڅنګ د درملو او خوراکي توکو د کيفيت په موخه هم کمپاينونه په لاره اچولي چي د پوليو د ناروغۍ پر وړاندي يې ( ۱۱ ) کمپاينونه، په ( ۱۶ ) روغتيايي مرکزونو کي يې د لمريزو يخچالونو نصبول، د حوزې په سطحه د ( ۳۰۲ ) ټيمونو فعالول د مرستندويه مؤسساتو په همکاري او د شري د ناروغۍ په وړاندي يې لس ورځنی کمپاين هم د يادوني وړ دي، هغه زياته کړه : په بازارونو کي د بې کيفيته خوراکي توکو او درملو پر وړاندي يې ( ۷ ) کمپاينونه، ( ۶۴ ) ټنه بې کيفيته خوراکي موادو راټولول او ( ۹۵ ) ټنه تر وخت تېر بې کيفيته درمل يې هم راټول کړي او له منځه يې وړي دي.

د هغه په خبره : پوليو يو خطرناکه ويرس دی چي د صحي ټيمونو ترڅنګ يې عام ولس هم مسؤليت لري چي پر وړاندي يې په کلکه مبارزه وکړي ترڅو راتلونکي نسلونه د دغه ويروس څخه خوندي ساتل سوي وي.

همدارنګه هغه زياته کړه : د دغه رياست لپاره په تېر مالي کال کي ( ۱۷۰۶۶۸۳۳۷ ) افغانۍ بوديجه ځانګړې سوې وه چي ( ۱۰۲۴۵۶۱۳۴ ) افغانۍ يې عادي بوديجه او ( ۶۸۲۱۲۲۰۳ ) افغانۍ يې انکشافي بوديجه وه چي د عادي بوديجې له جملې څخه يې ( ۱۰۲۴۵۰۱۱۰ ) افغانۍ او د انکشافي بوديجې له جملې څخه يې ( ۴۶۳۹۳۸۷۲ ) افغانۍ په مصرف رسول سوې ده.

نوموړي وويل : دغه رياست د صحي خدماتو ترڅنګ په ښار او يو شمېر ولسواليو کي ساختمانې پروژې هم تر لاس لاندي لري چي د يو شمېر چاري يې بشپړي سوي او د يو شمېر چاري لاهم دوام لري، هغه زياته کړه : د دغه رياست سره د يو شمېر اړوندو مرسندويه مؤسساتو ترڅنګ ملي سوداګرو هم په بېلابېلو برخو کي مرستي ترسره کړي دي.

ښاغلي پخلا د يو شمېر ستونزو او چالشونو يادونه هم وکړه او ويې ويل : د انکشافي بوديجې پر وخت نه ورکول، د عادي بوديجې کموالی، د ولايت په سطحه لږ روغتيايي مرکزونه، د ښځينه ډاکټرانو کمی، د محلي روغتيايي کارکوونکو کمی، په يو شمېر ولسواليو کي د روغتيايي مرکزونو د سټنډرډو تعميرونو نه موجوديت، د ميرويس حوزوي روغتون او صحي علومو د انيستيتيوت لپاره کم تشکيل، د معتادينو د تداوۍ لپاره کم امکانات او د اوسېدلو په سيمه کي د صنعتي فابريکو شتون هغه څه دي چي د دغه رياست د فعاليتونو پر وړاندي يې يو شمېر خنډونه جوړ کړی دي.

د کندهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر

ورځ : دوشنبه

نېټه : ۲۲ / ۱۱ / ۱۳۹۷