د کندهار په ۵ ناحيه کي د يوه جامع جومات د بنسټ ډبره کښېښول سوه.

د کندهار په ۵ ناحيه کي د يوه جامع جومات د بنسټ ډبره کښېښول سوه.

د پنجشنبې په ورځ د کندهار ښار د ۵ ناحيې اړوند د ښوراندام په سيمه کي د کندهار والي حيات الله حيات لخوا يوه لوی جامع د بنسټ ډبره کښېښول سوه چي پرمهال يې مرستيال والي عبدالحنان منيب، سرپرست ښاروال، د يو شمېر سکتوري ادارو مسؤلينو، سوداګرو او ملا امامانو برخه اخيستې وه.

د مراسمو په پيل کي کندهار والي د دغه جامع جومات پر جوړولو خوښي وښودل او په برکت يې په هيواد کي د دايمي سولي د رامنځته کېدلو هيله وکړه،د هغه په خبره : دغه جامع جومات د جمهور رئيس محمد اشرف غني په ځانګړې پاملرنه د هيواد د نورو ولايتونو ترڅنګ په کندهار کي هم جوړېږي چي به په دوه پوړه کي به وي او په يوه وخت کي به د ۲۰۰۰ تنو د لمانځه د اداء کولو ظرفيت ولري.

نوموړي وويل : دغه جامع جومات د ۶۰ ميليونه افغانيو په لګښت په اساسي ډول جوړېږي چي د اړتيا وړ ټوله امکانات به پکښي شامل وي او بوديجه يې د جمهوري رياست له لوري ورته ځانګړې سوې ده، د هغه په خبره : د دغه جامع جومات په جوړولو سره به د عبادت کولو ترڅنګ سيمي ته هم ښکلا ور بخښلې وي.

ښاغلي حيات د دغه جامع جومات د جوړېدو اړونده ادارې ته سپارښتنه وکړه چي پر ټاکلي وخت يې چاري بشپړي کړي، همدارنګه هغه د يادي جامع جومات په ساتنه کي د ځايي اوسېدونکو څخه د همکاريو غوښتنه هم وکړه.

د مراسمو په وروستيو کي د ولايتي شورا غړي حاجي محمد نادر او د صنعت او سوداګرۍ خوني رئيس حاجي نصرالله ذهير هم ويناوي وکړې او د ياد جامع جومات پر جوړولو يې خوښي وښودل.

د کندهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر
ورځ : پنجشنبه
نېټه : ۲۳ / ۱۲ / ۱۳۹۷