د کندهار د مرستيال والي په مشرۍ د راتلونکي مالي کال د پرمختيايي پلان لپاره تدابيري غونډه جوړه سوه.

د کندهار د مرستيال والي په مشرۍ د راتلونکي مالي کال د پرمختيايي پلان لپاره تدابيري غونډه جوړه سوه.

د پنجشنبې په ورځ د مرستيال والي عبدالحنان منيب په مشرۍ د هغه په کاري دفتر کي د ( ۱۳۹۹ ) مالي کال د پرمختيايي پلان لپاره تدابيري غونډه جوړه سوه چي پکښي د يو شمېر سکتوري ادارو رئيسانو او اسلاء پروژې مسؤلينو برخه اخيستې وه.

په غونډه کي مرستيال والي عبدالحنان منيب وويل : د راتلونکي مالي کال د پرمختيايي پروژو د انتخابولو په برخه کي دي د لېري پرتو ولسواليو لپاره اړيني پروژې په نظر کي ونيول سي ترڅو ولسونه يې له هره اړخه د دولتي خدماتو څخه برخمن ګرځېدلي وي.

ښاغلي منيب وويل : په ياد پلان کي بايد د ولسواليو د ولسونو د غوښتنو اړوند پروژو ته لومړيتوب او متوازن انکشاف ته ځانګړی ځاي ورکول سي ترڅو ولسونو ته په هره برخه کي اسانتياوي رامنځته سوي.

د غونډي پرمهال د يو شمېر سکتوري ادارو مسؤلينو ډاډ څرګند کړ چي د راتلونکي مالي کال د پروژو د انتخاب په برخه کي به د لېري پرتو ولسواليو د ولسونو مشورو او نظرونو ته ځانګړی ځاي ورکوي.

د کندهار ولایت مقام مطبوعاتي دفتر
ورځ : پنجشنبه
نېټه : ۲۳ / ۱۲ / ۱۳۹۷