کندهار والي وايي نوی کال دي په شاندارو او عنعنوي مراسمو ولمانځل سي.

کندهار والي وايي نوی کال دي په شاندارو او عنعنوي مراسمو ولمانځل سي.

دغه څرګندوني د پنجشنبې په ورځ کندهار والي حيات الله حيات د اداري مجلس په اوونيزه نوبتي غونډه کي وکړې، غونډه چي د هغه په مشري جوړه سوې وه پکښي د ولايت مقام مرستيالانو، د ولايتي شورا غړي او د دولتي ادارو مسؤلينو اواستازو برخه اخيستې وه.

د اداري مجلس په پيل کي کندهار والي حيات الله حيات د نوي کال لپاره د ځانګړو مراسمو پر نيولو خبري وکړې او د ولايت مقام د مرستيال عبدالحنان منيب په مشري يې د اړوند دولتي ادارو څخه جوړ سوي کمېسيون ته دنده وسپارل چي د نوي کال او بزګر د ملي ورځي لپاره د پلان مطابق ځانګړي مراسم ونيسي ترڅو دغه ورځي په شاندارو او دوديزو مراسمو سره ولمانځي.

دغه راز ښاغلي حيات د دې ترڅنګ د زراعت رئيس ته سپارښتنه وکړه چي د بزګر د ملي ورځي په وياړ د زراعتي محصولاتو او سامان الاتو يوځانګړی نندارتون هم جوړي کړي، همدارنګه هغه پر ټولو کندهاري ولسونو ږغ وکړ چي د نوی کال د راتګ سره سم په خپلو سيمو او عامه تفريحي ځايونو کي يو يو نيالګی کښېنوي ترڅو په ګډه مو خپل ولايت سرسبزه کړی وي.

په غونډه کي کندهار والي وويل : دښمن هڅه کوي چي د بېلا بيلو لارو څخه په ګټه اخيستنه زموږ دغه ډول ملي او کلتوري ورځي ګډي وډي کړي خو امنيتي ځواکونو به هيڅ چاته اجازه ورنه کړي چي زموږ دغه ملي او کلتوري ورځي د خپلو ترهګريزو اعمالو ښکار کړي.

کندهار والي حيات الله حيات د امنيتي ارګانونو مسؤلينو ته دنده وسپارل چي په کندهار ښار او ولسواليو کي د ټولو تفريحي ځايونو لپاره کلک امنيتي تدابير ونيسي ترڅو زموږ ولسونه دغه ورځي په ډاډمنه امنيتي فضاء کي په مېلو او خوشاليو ولمانځي.

دغه راز د ټولو دولتي او امنيتي ادارو مسؤلينو او استازو کندهار والي ته ډاډ ورکړ چي د نوي کال او بزګر ملي ورځي به د تېر په شان په ډاډمنه امنيتي فضا کي په شاندارو او دوديزو مېلو او مراسمو سره ولمانځي او مېله والو ته به ځانګړی اسانتياوي برابري کړي.

د اداري مجلس په غونډه کي کندهار والي حيات الله حيات د ټولو هغو دولتي ادارو او موسساتو څخه ځانګړې مننه وکړه چي سېلاب ځپلو کورنيو ته ئې پروخت مرستي رسولي او دغه لړۍ ئې لا هم جاري ساتلې ده، هغه زياته کړه : له دې وروسته به په اوونۍ کي د دوشنبې ورځ د کندهاري ولس لپاره د ستونزو او غوښتونو اورېدولو ته ځانګړې کړي او د ولايت مقام تر رهبري لاندي به د ټولو دولتي ادارو مسؤلين او استازي پکښي برخه اخلي ترڅو په مخامخ ډول د خپل ولس ستونزو او غوښتونو ته جواب ووايي.

دغه راز کندهار والي وويل دولتي ادارې بايد ولس ته ځواب ويونکي او مشکل حلوونکي وي ترڅو ولس ته هغه خدمات او اسانتياوي برابري کړي چي د هغوئ قانوني حق دی.

د اداري مجلس په غونډه کي د عمر بن خطاب جامع جومات د فرش د قراردادي پر هغه عرضپاڼه هم بحث وسو، چي پکښي د خپلو حقوقو غوښتنه يې کړې وه، ياد قرار دادي زياته کړه : د قرار داد مطابق ئې يادي جامع جومات ته فرش راوړی خو تر اوسه ئې پيسې نه دي ورکول سوي.

په غونډه کي تر يو لړ بحث وروسته کندهار والي حيات الله حيات د عمر بن خطاب جامع جومات قراردادي ته ډاډ ورکړ چي ډېر ژر به خپل حقوق ورته ورسيږي.

د اداري مجلس په اوونيزه غونډه کي پر وړاندي سوو قراردادونو هم بحث وسو او تر يو لړ بحث وروسته د مجلس د برخوالو لخوا تائېد سوه.

د کندهار ولايت مطبوعاتي دفتر
ورځ : پنجشنبه
نېټه : ۲۳ / ۱۲ / ۱۳۹۷