کندهار والي پر مخالفينو ږغ وکړ چي د سولي له پروسې سره يوځاي سي.

کندهار والي پر مخالفينو ږغ وکړ چي د سولي له پروسې سره يوځاي سي.

دغه څرګندوني د پنجشنبې په ورځ کندهار والي حيات الله حيات د سولي د شورا د رئيس او يو شمېر قومي مشرانو سره د يوې ليدني پرمهال په خپل کاري دفتر کي وکړې.

د ليدني په پيل کي راغلو مشرانو له کندهاري دود سره سم کندهار والي ته د ښه خدمت کولو په موخه د اعزاز بګړۍ ور پر سر کړه او هغه ته يې په چارو کي د لا برياليتوبونو په موخه د هر ډول همکاريو ډاډ ورکړ.

دغه راز سولي د شورا رئيس د خپلو خبرو پرمهال له کندهار والي څخه غوښتنه وکړه چي د ښه حکومتولۍ ترڅنګ دي د سولي په برخه کي هم هڅه وکړي ترڅو مخالفين د سولي له پروسې سره يو ځاي او د خپلو ولسونو سره يو ځاي د امن په فضاء کي ژوند کول غوره کړي.

په وار سره کندهار والي حيات الله حيات له راغلو مشرانو څخه د هغوئ د ملاتړ په موخه مننه وکړه او ويې ويل : د سولي په راوستلو کي به د ولسي مشرانو په همکاري کوټلي ګامونه اخلي او هڅه به کوي چي مرور ورونه راضي او د سولي له پروسې سره يې يو ځاي کړي.

همدارنګه ښاغلي حيات وويل : لا هم هڅه کوو چي د ولس او دولت ترمنځ فاصله له منځه يوسو او د ولس هر ډول مشروع حقوقو ته لاسرسی وکړو، د هغه په وينا : د ښه حکومتولۍ په موخه به په ټولو دولتي ادارو کي لاهم شفافيت رامنځته کوي ترڅو ولسونو ته پر وخت خدمات وړاندي سوي وي.

د کندهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر
ورځ : پنجشنبه
نېټه : ۲۳ / ۱۲ / ۱۳۹۷