کندهار والي وايي، چي د عطا محمد قاتلين به محکمه سي.

 

کندهار والي وايي، چي د عطا محمد قاتلين به محکمه سي.

دغه څرګندوني د دوشنبې په ورځ کندهاروالي حيات الله حيات دولسي وګړو سره د ستونزو د حل په موخه د مخامخ ليدني پر مهال وکړې.

په ليدنه کي د ياد شهيد د کورنۍ غړو وويل، چي ځوان يې يوه اوونۍ وړاندي ورک او د پنجشنبې په ورځ يې د ميانکو په سيمه کي جسد وموندل سو، چي د پلټنو په پايله کي يې پولیسو ۲ تنه نيولي او يوتن په تښته بريالی سوی، همدارنګه دوئ د تښتېدلي کس ترڅنګ په قضيه کي د ټولو ښکېلو خلګو د نيولو او محکمه کولو غوښتنه وکړل او زياته يې کړه، چي دولت بايد د داسي جرمنو په وړاندي جدي اقدامات وکړي.

په ليدنه کي کندهار والي حيات الله حيات وويل، چي دولت هڅه کوي ترڅو د ټولو هغو جنايې جرمنو مخنيوي وکړي، چي د هوسا ژوند خنډ ګرځي او ټولنه بدبخته کوي.

همدارنګه ښاغلي حيات د شهيد عطامحمد د کورنۍ غړو ته ډاډ ورکړ، چي هغه کسان به د قانون منګلو ته سپاري، چي د ياد بې ګناه کس په وژنه کي يې لاس درلود.

پاته دي نه وي، چي عطامحمد د اغامحمد زوئ اصلاً د فرا ولايت او اوس يې کورنۍ په کندهار کي اوسي، چي تېره سې شنبه د کندهار ښار څخه د خپل موټر سره نادرکه او پنجشنبه يې مړی د ميانکو په سيمه کي موندل سوی، چي د پوليسو د پلټنو په پايله کي د هغه موټر پیدا او په تړاو يې دوه تنه هم ونيول سوه، چي اوس يې کورنۍ له دولت څخه د نيول سوو مجرمينو د محکمه کولو غوښتنه کوي.

د کندهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر
ورځ : دوشنبه
نېټه : ۲۶ / ۰۱ / ۱۳۹۸