کندهار والي د هيواد په پرمختګ کي د ځوانانو رول اړين وبلی.

کندهار والي د هيواد په پرمختګ کي د ځوانانو رول اړين وبلی.

دغه څرګندوني د سې شنبې په ورځ کندهار والي حيات الله حيات په ولايت مقام کي د کندهار پوهنتون د محصلينو سره د يوې ليدني پرمهال وکړې، چي ياد محصلين د هيواد د ۳۴ ولايتونو د محصلينو په استازيتوب راغلي وه.

راغلو محصلينو د کندهار والي د ښه حکومت دارۍ او روانو فعاليتونو څخه ستاينه وکړه او ويې ويل، چي دهيواد د ۳۴ ولايتونو محصلين، چي په کندهار پوهنتون کي دامهال په زده کړو بوخت دي خپل ترمنځ يې ټولنه جوړه کړې، چي موخه يې د اړيکو لا پياوړتيا او يووالی دی.

دغه راز راغلو محصلينو په يو شمېر برخو کي کندهار والي ته د ستونزو يادونه هم وکړه، چي ( د محصلينو لپاره د ارام چاپيريال، ترانسپورت، د ورزش لپاره د ميدانونو، د عامه پوهاوي د پروګرامونو د جوړولو او د عملي کارونو لپاره د لازمو اسانتياوو ) د برابرولو په برخو ګي له کندهار والي څخه د همکاريو غوښتنه وکړه.

په وار سره په ليدنه کي کندهار والي حيات الله حيات راغلو محصلينو ته ښه راغلاست ووايه او خوښي يې وښودل، چي د هيواد د ۳۴ ولايتونو ځوانان د پياوړو اړيکو د رامنځته کولو او يووالي په موخه هلي ځلي کوي.

ښاغلی حيات د دوئ د ستونزو تر اورېدلو وروسته هغوئ ته د ولايتي ادارې په استازيتوب د هر ډول همکاريو ډاډ ورکړ او ويې ويل، چي يادي ستونزي به د حل په موخه د اړوندو دولتي ادارو له مسؤلينو سره شريکوي، نوموړي د هيواد د پرمختګ او ابادۍ په برخو کي د ځوانانو رول اړين وبلی او هيله يې وښودل، چي د کندهار ترڅنګ د ټولو ولايتونو ځوانان په ياده برخه کي هلي ځلي وکړي.

د کندهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر
ورځ : سې شنبه
نیټه : ۲۴ / ۰۲ / ۱۳۹۸