کندهار والي د بې هويته مړو د دفن کولو په موخه د سره صليب نړيوالي کمېټې له مسؤل سره وکتل.

کندهار والي د بې هويته مړو د دفن کولو په موخه د سره صليب نړيوالي کمېټې له مسؤل سره وکتل.

د سې شنبې په ورځ کندهار والي حيات الله حيات په خپل کاري دفتر کي د سره صلیب ( I.C.R.C ) نړيوالي کمېټي له مسؤل اوتچوا دایچاري سره وکتل.

په ليدنه کي د ( I.C.R.C ) نړيوالي کمېټي مسؤل وویل، چي دوئ د کندهار ښار او ولسواليو څخه د بې هویته مړو جسدونه راوړي او ميرویس حوزوي روغتون ته يې سپارلي دي، چي په خبره یې د ډېري مودې راپه دې خوا په یخچال کي پراته دي او دفن سوي نه دي.

ښاغلي دایچاري له کندهار والي څخه غوښتنه وکړه څو د يادو مړو د هویت معلومولو او یا هم دغه پراته جسدونه، چي شمېر یې ۲۳ ته رسېږي خاورو ته سپارلو په برخه کي همکاري وکړي.

دغه راز په ليدنه کي کندهار والي حیات الله حیات د سره صلیب ( I.C.R.C ) نړيوالي کمېټي د مسؤل د بشر دوستانه خدماتو د وړاندي کولو قدردانی وکړ او د ولایتي ادارې په استازيتوب یې د همکاري ډاډ ورکړ.

ښاغلي حیات زیاته کړه، چي د بې هویته ناپېژانده مړو د دفن چاري مخکي ښاروالي ترسره کولې خو اوس د ښاروالیو له ظرزالعمل څخه ایستل سوي دي، چي په خبره يې یاد ۲۳ بې هویته جسدونه به په خپل شخصي لګښت خاورو ته وسپاري.
کندهار والي وويل، چي په راتلوونکي کي به د بې هویته مړو د جسدونه د دفن لپاره ځانګړي پلان جوړوي.

د کندهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر
ورځ : سې شنبه
نېټه : ۲۴ / ۰۲ / ۱۳۹۸