کندهار والي وایې، موږ خپل اولادونه بې سرنویشته نه پرېږدو چي زده کړي یې نیمګړي پاته سي.

کندهار والي وایې، موږ خپل اولادونه بې سرنویشته نه پرېږدو چي زده کړي یې نیمګړي پاته سي.

دغه څرګندوني د سې شنبې په ورځ کندهار والي حیات الله حیات د افغان ترک لیسې د زده کوونکو والدینو د کمېټي د غړو سره د يوې ليدني پرمهال وکړې، چي پرمهال يې د ولایتي شورا غړو نعمت الله شېردلي او نعمت الله وفا هم حضور درلود.

په لیدنه کي د افغان ترک لیسې د زده کوونکو د کمېټې غړو وویل، چي په کندهار کي د ترکيي هیواد د میشتو استادانو او افغان ترک لیسې مسؤلینو د دې لیسې د تړلو په برخه کي خبري کړي.

د زده کوونکو والدینو وویل، چي دوی په هیڅ حالت کي نه پرېږدي څو اولادونه یې د زده کړو څخه محرومه سي او یایې هم زده کړي و درول سي، د هغوي په خبره د افغان ترک لیسې ټول زده کوونکي د ترکيې استادانو له خوا په ښه ډول روزل کېږي، چي وايي دغه ډول روزنه ښايي په نور مکاتبو کي ور نه کړل سي.

نوموړي کسان وايي، چي غواړي دغه لیسې په خپل شخصي لکښتونو فعاله وساتي او سقوط ته به یې پرې نه ږدي.

پر همدي مهال کندهار والي حیات الله حیات د زده کوونکو والدینو ته ډاډ ورکړ چي ولایتي اداره په پوره توان سره د هغوي ملاتړ کوي او هغه څه به سرته رسوي چي د دې لیسې د زده کوونکو د والدینو کمېټې د غړو خوښه وي.

ښاغلي حيات وویل، چي نه پرېږدي څو د کندهار افغان ترک لیسې زده کوونکي د ننګرهار ، مزاري او نورو ولایتو په ډول بې سرنویشته پاته سي، هغه زیاته یې کړه، چي د افغان ترک مسؤلینو افغان ځوانان په ښه ډول روزلي دي.

کندهار د والي په خبره، چي په نژدې راتلوونکي کي د والدینو او افغان ترک لیسې د مسؤلینو او استادانو ترمنځ د افغان ترک لیسې د تړلو ستونزي د حل په موخه یوه ناسته هم جوړه کړي.

د کندهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر
ورځ : سې شنبه
نېټه : ۲۴ / ۰۲ / ۱۳۹۸