په کندهار کي يو شمېر غريبو او معلولو کورنيو ته د خوراکي توکو مرسته ورکول سوه.

په کندهار کي يو شمېر غريبو او معلولو کورنيو ته د خوراکي توکو مرسته ورکول سوه.

د چهارشنبې په ورځ په کندهار کي د اتحاد خيريه بنسټ لخوا پر ۲۱۰ معيوبينو او معلولينو باندي د خوراکي توکو مرسته ووېشل سوه، چي پرمهال يې د ولايت مقام مرستيال عبدالحنان منيب، د کار او ټولنيزو چارو شهيدانو او معلولينو رياست رئيس او د ياد خيريه بنسټ استازو ګډون کړی وو.

د مرستي د توزيع پرمهال د ولايت مقام مرستيال عبدالحنان منیب د ياد خيريه بنسټ له مسؤلينو او استازو څخه مننه وکړه، چي د خپلو غريبو هيوادوالو د بې وسۍ ږغ وخت پر وخت اوري او د امکان ترحده يې لاسنيوی کوي.

ښاغلي منيب پر نورو شتمنو هيوادوالو او ملي سوداګرو باندي هم ږغ وکړ، چي خپلو بې وسه هيوادوالو ته د انسانۍ همدردۍ له مخي د دا ډول خوراکي او غير خوراکي توکو د ورکولو زمينه برابره کړي.

د کندهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر
ورځ : چهارشنبه
نیټه : ۲۵ / ۰۲ / ۱۳۹۸