کندهار والي وايي، چي د پوهني د پياوړتيا په برخه کي د دولتي مسؤلينو ترڅنګ ولس هم ستر مسؤليت لري.

کندهار والي وايي، چي د پوهني د پياوړتيا په برخه کي د دولتي مسؤلينو ترڅنګ ولس هم ستر مسؤليت لري.

دغه څرګندوني د چهارشنبې په ورځ کندهار والي حيات الله حيات په ولايت مقام کي د پوهني په بهير کي د اصلاحاتو د راوستلو په موخه د يوې لويي غونډي پرمهال وکړې، چي پکښي د ولايت مقام مرستيال عبدالحنان منيب، د ولايتي شورا وکيلانو، سرپرست ښاروال، د يو شمېر دولتي ادارو مسؤلينو او استازو، قومي مشرانو، د مدني ټولنو غړو، د کندهار پوهنتون استادانو او محصلينو، ځوانانو او مېرمنو ګډون کړی وو.

غونډي ته د پيل په وينا کي کندهار والي حيات الله حيات وويل، چي د نننۍ غونډي څخه مو موخه د پوهني په رياست کي شته ستونزي په نښه کول او د هغه د حل لپاره د ولسونو وړانديزونه او سالمي مشورې غوښتل دي، څو په ګډه مو معارف له بهرانه ژغورلی او زده کوونکو ته ارام درسي ماحول برابر کړی وي.

نوموړي وويل، چي د پوهني د پياوړتيا په برخه کي د دولتي مسؤلينو ترڅنګ ولس هم ستر مسؤليت لري، هغه زياته کړه، چی د دغه بهير د ښه پرمختګ لپاره ۳ تيره ( ولايت مقام – د پوهني رياست کارکوونکي – د زده کوونکو والدين ) شتون لري، چي په خبره يې که په ۳ واړو کي يو يې بې فعاليته سي د پوهني په بهير کي به پرمختګ ناشونی وي.

هغه په دغه برخه کي ترټولو مهم تېر د زده کوونکو د والدين وبلل، چي بايد په ګډه د پوهني د بهير د ښه پياوړتيا، د بندو ښوونځیو بیا فعاله کولو په موخه له دغه رياست سره همکاري وکړي او وخت پر وخت د ښوونځيو څخه نظارت وکړي.

ښاغلي حیات زیاته کړه چي  دولت د وسلوالو مخالفينو د اولادونو لپاره هم د تعليم زمينه برابره وي او هڅه کوي، چي د تعليم له نعمت څخه يې برخمن وګرځوي، ترڅو ټوله افغان بچيان د تعليم له ستر نعمت څخه برخمن سوي وي.

دغه راز هغه زیاته کړه، چي په کندهار کي په مجموعي ډول ( ۳۳۲۶۱۷ ) زده کوونکي شتون لري، چي په خبره يې له بده مرغه د کندهار ته ورته ولايتونو په پرتله يې شمېر ۵۰ سلنه کم دی او همدار وجه ده، چي هر کال هم د نورو ولايتونو په پرتله له کندهار څخه په لږ تعداد زده کوونکي پوهنتونونو ته بريالي کېږي.

کندهار والي وويل، چي موده وړاندي يې د پوهني وزارت له وزارت څخه د يوه باصلاحيته پلاوي د رالېږلو غوښتنه کړې، څو ياد رياست ټوله بررسي او ستونزو ته يې حل لاره ولټوي.

په ورته وخت کي د ولايتي شورا وکيل نعمت الله شېردلي او کندهار پوهنتون رئيس حضرت مير توتاخيل هم خبري وکړې او له ګډونوالو او په ټوله کي يې له کندهاري ولسونو څخه غوښتنه وکړه، چي د پوهني د بهير د پياوړتيا او په هغه کي د شته ستونزو د له منځه وړلو په خاطر د ولايتي ادارې له مسؤلينو سره پوره همکارۍ ترسره کړي، چي په خبره يې دا د ټولو انساني او وجداني مسؤليت هم دی.

په غونډه کي تر ويناوو وروسته د ټولو ګډونوالو ترمنځ ۱۰ کاري ګروپه د ستونزو د روښانه کولو، نظرونو راټولولو او د ستونزو د حل په موخه د پوهنتون د استادانو تر رهبرۍ لاندي جوړ سوه.

چي د هغوئ په وينا په دغه رياست کي د فساد او قومي مشرانو لاس وهني، کار اهل کار ته نه سپارل، د استخدام په پروسه کي نه شفافيت، د مسلکي ښوونکو نشتون، د شخصي او سياسي ګټو لپاره له زده کوونکو څخه ګټه اخيستنه، په مرکز کي غير قانوني مقرريو، جندر بستونو ته نه پاملرنه او دې ته ورته د يو شمېر نورو هغه ستونزو يادونه وکړه، چي د معارف د پرمختګ پر وړاندي خنډ جوړ سوی او د يادو ستونزو د حل په موخه يې يو شمېر طرحي، نظريې او وړانديزونه هم وړاندي کړه.

په غونډه کي تر نظرونو او وړانديزونو وروسته کندهار والي ډاډ څرګند کړ، چي د يادو ستونزو د حل په برخو کي به په ګډه سره نه ستړي کېدونکي هلي ځلي کوي، سر له اوس څخه به چاته اجازه ورنکړي چي په پوهني رياست کي لاس وهنه وکړي، چي په خبره يې يادي شته ستونزي به تر مرکزي ادارې پوري هم ورسوي.

د کندهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر

ورځ : چهارشنبه

نیټه : ۲۵ / ۰۲ / ۱۳۹۸