د کندهار والي حيات الله حيات د ډاډګيرني پيغام!

د کندهار والي حيات الله حيات د ډاډګيرني پيغام!

په ډېره خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چي د کندهار په ډنډ ولسوالۍ کي د عامو خلګو پر موټر د وسلوالو مخالفينو لخوا ايښودل سوی ماين چاودنه کړې او په پايله کي يې ۶ تنه عام کسان، چي ۲ ځوانان، ۲ ماشومان او ۲ انجوني دي په شهادت ورسېدل.

انا لله و انا اليه راجعون

کندهاروالي حيات الله حيات وايي، چي د هيواد دښمنان وخت پر وخت د خپلو کرغېړنو او بېلابېلو ترهګريزو عملونو په ترڅ کي د هيواد بې ګناه او عام وکړي په شهادت رسوي، چي په خبره يې، هغوئ په دا ډول وحشتناکه عملونو او بې ګناه وګړو په وژنو سره خپلو شومو موخو ته نسي رسېدلای.

دغه راز ښاغلي حيات د پېښي قربانيانو ته د لوی خدای.ج. له درباره د جنت الفردوس او کورنۍ او دوستانو ته يې د جميل صبر غوښتنه کوي.

دا په داسي حال کي ده، چي وسلوال مخالفين وخت پر وخت هڅه کوي څو د هيواد بې ګناه انسانان د خپلو وحشي منګولو ښکار وګرځوي او پدې ډول سره د افغانانو په زړونو کي وېره خپره کړي.

د کندهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر
ورځ : سې شنبه
نېټه : ۲۱ / ۰۳ / ۱۳۹۸