په کندهار کي د هيواد د خپلواکۍ د ورځي لپاره ۳ تدابيري غونډه جوړه سوه.

په کندهار کي د هيواد د خپلواکۍ د ورځي لپاره ۳ تدابيري غونډه جوړه سوه.

غونډه، چي د چهارشنبې په ورځ په ولايت مقام کي د کندهار والي حيات الله حيات په مشرۍ جوړه سوې وه، پرمهال يې د ولايت مقام مرستيال عبدالحنان منيب، د چارو له ادارې څخه راغلو استازو، د ولايتي شورا غړو، د ولسواليو ولسوالانو، د کندهار سرپرست ښاروال، د مدني ټولنو او ځوانانو د مشورتي بورډ غړو او د ملکي او خصوصي نهادونو ترڅنګ د يو شمېر نظامي ارګانونو استازو هم ګډون کړی وو.

د غونډي په پيل کي راغلو ګډونوالو ته هغه پريزينټېشن وړاندي سو، چي د هيواد د خپلواکۍ د ۱۰۰ کليزي لپاره پروګرامونه پکښي په نظر کي نيول سوي وه.

دغه راز کندهار والي حيات الله حيات د خپلو خبرو پرمهال د هيواد د خپلواکۍ د سلمي کليزي په مناسبت د جوړېدونکو پروګرامونو پر ښه تنظيم ټينګار وکړ او ويې ويل، چي دغه ورځ دي نه يوازي ۲۸ د ثور ته ځانګړې سي بلکي سر له اوسه دي ديادي ورځي د تجليل په موخه هڅي پيل سي.

کندهار والي وويل، چي د هيواد د ازادۍ سلمه کليزه به ولسي رنګ ولري، چي په خبره يې د افغانستان خاوره افغان بچيانو ساتلې او هغوئ په خپله خاوره او ازادي باندي وياړي، نوموړي زياته کړه، چي د دغه ورځي په وياړ جوړېدونکي مراسم به له ولسواليو راپيلوي څو نه يوازي په کندهار ښار کي تجليل سي بلکي د ولسواليو اوسېدونکي هم په دغه ملي ورځ کي خپل د خوښۍ مراسم ولمانځي.

د نوموړي په خبره، چي د هيواد د ازادۍ په دغه ملي ورځ کي به د ګڼو ټنګ ټکور پروګرامونو ترڅنګ په کندهار ولايت مقام کي د جوړېدونکي ۱۰۰ متره بيرغ پرانيستنه هم په شانداره مراسمو سره ترسره کړي.

ښاغلي حيات له خصوصي شرکتونو، ملي سوداګرو او شتمنو هيوادوالو غوښتنه وکړه، څو د دغه ورځي د ښه تجليل په موخه له ولايتي ادارې سره په جوړېدونکي پروګرامونو کي د امکان ترحده همکاري وکړي.

دغه راز په غونډه کي د ولايت مقام مرستيال عبدالحنان منيب هم خبري وکړې او ويې ويل، چي د هيواد د خپلواکۍ د سلمي کليزي په وياړ يې عملي اقدامات پيل کړي او هڅه کوي، چي په کندهار کي د دغه ورځي په وياړ د ټول هيواد په کچه منظم او شانداره مراسم جوړ کړي.

همدارنګه د غونډي ګډونوالو يو په بل پسي خپل نظرونه وړاندي کړه او ويې ويل، چي په دغه ملي ورځ کي به د هيواد د ۲ لسيزو لاسته راوړني د ځانګړو نندارتونونو په ترڅ کي ننداره کوي، هغوئ ډاډ وړاندي کړ، چي سپورټي، اتڼيز او ځانګړي ټنګ ټکور پروګرامونه به د هيواد د خپلواکۍ د سلمي کليزي په وياړ ترتيبوي.

راغلو ګډونوالو له ولايتي ادارې څخه غوښتنه وکړه، چي د هيواد د ازادۍ سلمه کليزه دي نه يوازي د ملکي ادارو په کچه ولمانځي بلکي د نظامي ارګانونو لپاره دي هم ځانګړي پروګرامونه او رسمي ګذشتونه په پام کي ونيسي.

د کندهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر
ورځ : چهارشنبه
نېټه : ۲۲ / ۰۳ / ۱۳۹۸