کندهار والي د پوهني وزارت څخه له راغلي پلاوي سره وکتل.

کندهار والي د پوهني وزارت څخه له راغلي پلاوي سره وکتل.

د چهارشنبې په ورځ کندهار والي حيات الله حيات په خپل کاري دفتر کي د پوهني د وزارت د نظارت له عمومي رئيس نجيب الله کامران سره وکتل، چي پرمهال يې د پوهني رياست رئيس انجنير عبدالقادر پيوستون او د ملي امنيت مرستيال بريد جنرال عبدالغفار خان هم ګډون کړی وو.

په ليدنه کي د پوهني وزارت څخه راغلي پلاوي د خپلو خبرو پرمهال وويل، کندهار ته يې له راتګ څخه موخه د دغه ولايت د پوهني رياست او تعليمي بهير د موجوده چارو څخه له نژدې ليدنه او نظارت کول دي، چي په ياده برخه کي يې له کندهار والي څخه د همکاريو غوښتنه وکړه.

دغه راز کندهار والي حيات الله حيات هغه ته ښه راغلاست ووايه او د پوهني د بهير د پياوړتيا په موخه يې د پوهني د وزارت څخه د پلاوي راتګ مؤثر او ګټور وبلی، نوموړي راغلي پلاوي ته د ولايتي ادارې په استازيتوب د هر ډول همکاريو ډاډ ورکړ.

ښاغلي حيات وويل، چي کندهاري ولسونه پوهني ته لېواله دي او په دغه برخه کي له زياتو لاسته راوړنو څخه برخمن دي، نوموړي د پوهنيز بهير د لا پياوړتيا په موخه له مرکزي ادارې څخه د مکاتبو د جوړولو، د زړو مکاتبو د ودانيو د ترميم او کتابونو پر وخت د ورکړي په برخه کي د ستونزو د حل غوښتنه هم وکړه.

د کندهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر
ورځ : چهارشنبه
نېټه : ۲۲ / ۰۳ / ۱۳۹۸