کندهار والي د ارغستان ولسوالۍ د شهيد سوي پوليس د کورنۍ له غړي سره وکتل.

کندهار والي د ارغستان ولسوالۍ د شهيد سوي پوليس د کورنۍ له غړي سره وکتل.

د چهارشنبې په ورځ کندهار والي حيات الله حيات په خپل کاري دفتر کي د شهيد سوي محلي پوليس عبدالرازق د کورنۍ له غړي عبدالمالک سره وکتل، چي پرمهال د ارغستان ولسوالۍ ولسوال بشير احمد هم ګډون کړی وو.

د شهيد سوي محلي پوليس ورور عبدالمالک د خپلو خبرو پرمهال وويل، ورور يې د رخصتۍ په حال کي کورته د تګ پرمهال د وسلوالو مخالفينو له لوري په شهادت رسېدلی.

دغه راز په ليدنه کي کندهار والي حيات الله حيات شهيد ته د لوی خدای.ج. له درباره د جنت الفردوس او کورنۍ او دوستانو ته يې د جميل صبر د غوښتلو دعا وکړه.

ښاغلي حيات د شهيد د کورنۍ غړي ته څه اندازه نغدي مرسته ورکړه او هغه ته يې ډاډ ورکړ، چي ولايتي اداره به په راتلونکي کي هم د امکان تر حده مرسته ورسره کوي.

د کندهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر
ورځ : چهارشنبه
نېټه : ۲۲ / ۰۳ / ۱۳۹۸