د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کي د سيمه ييزي اردو د پياوړتيا په موخه غونډه جوړه سوه.

د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کي د سيمه ييزي اردو د پياوړتيا په موخه غونډه جوړه سوه.

د چهارشنبې په ورځ د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کي د محلي اردو د پياوړتيا په موخه لويه غونډه جوړه سوه، چي پرمهال يې کندهار والي حيات الله حيات، د ۲۰۵ اتل قل اردو قومندان ډګر جنرال امام نظر بهبود، د لومړی پلي لواء قومندان بريد جنرال زلمی نبات، د ارغنداب ولسوالۍ ولسوال او د ملکي او نظامي برخو منسوبينو، د غوڅ ملاتړ منسوبينو او استازو، قومي مشرانو او ځوانانو ګډون کړی وو.

غونډي ته د پيل په وينا کي د ۲۰۵ اتل قول قومندان ډګر جنرال امام نظر بهبود وويل، چي د سيمه يیزي اردو په چوکاټ کي يې ارغنداب ولسوالۍ ته ۱۲۱ تنه افسران، برید ملان او سر تیري ورکړي، چي په خبره يې ياد ساتونکي به د خپلي سیمي د اوسېدونکو او همدې سیمي څخه په ښه ډول ساتنه کوي.

ښاغلي بهبود د ملي اردو ځواکونه د خلګو او هیواد خدمت ګاران وبلل او ويې ويل، چي وياړي چي د خپلو خلګو او خاوري څخه د سرونو په بيه ساتنه کوي، نوموړي زياته کړه، هغه ځوانان چي په کلیوالي سیمو کي بيکاره دي او سواد نه لري د هغوی لپاره دا ښه چانس دی، څو فوځي روزنه ترلاسه او په خپلو کلیوالي سیمو کي د محلي اردو په شکل دنده تر سره کړي.

په ورته وخت کي کندهار والي حیات الله حیات د خپلو خبرو پرمهال دغونډي ټولو نظامي برخوالو ته ډاډ ورکړ، چي ټول ولس به يې ملاتړ کوي او هغه ځوانان چي په کلیوالي سیمو کي ژوند کوي، هغه به د محلي اردو په لیکو کي شاملوي، څو خپله سیمه له دوښمن څخه خوندي وساتي.

ښاغلي حيات د ټولو ولسوالیو پر مسئولینو، قومي مشرانو او ولسي خلګو باندي ږغ وکړ، چي د محلي اردو په لیکو کي ځوانان شامل کړي، څو هغوئ په خپلو سیمو کي د خپل کلي او کور ساتنه وکړي.

په غونډه کي د ارغنداب ولسوال انجینر شریف احمد رسولي هم ډاډ څرګند کړ، چي ددې ولسوالۍ اوسېدونکي ټول يو مټ دي او د خپلو امنيتي ځواکونو پوره ملاتړ کوي، د هغه په وينا په ارغنداب ولسوالۍ کي به د ټولو کلیو د مشرانو سره خبري کوي، څو هغه ځوانان چي په کليو او بانډو کي بېکاره دي د محلي اردو لیکو ته به يې جلب او جذب کوي.

دغه راز د ارغنداب ولسوالۍ قومي مشرانو له خپلو اړخونو ډاډ وښود، چي د محلي اردو د پياوړتيا لپاره به نه ستړي کېدونکي هلي ځلي کوي او د خپلي ولسوالۍ او سيمي څخه به په صحيح ډول ساتنه کوي.

د کندهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر
ورځ : چهارشنبه
نېټه : ۲۲ / ۰۳ / ۱۳۹۸