په ښار کي دي ټولي ساختماني چاري د چاپیریال ساتني ادارې تر تصدیق وروسته پیل سي.

په ښار کي دي ټولي ساختماني چاري د چاپیریال ساتني ادارې تر تصدیق وروسته پیل سي.

په همدې موخه د دوشنبې په ورځ کندهار والي حیات الله حیات د چاپیریال ساتني ملي ادارې څخه د راغلي پلاوي، سکتوري ادارو د مسولینو، خصوصي سکتور او موسساتو له استازو سره غونډه جوړه کړي وه او پر مهال يې لارښوونه وکړه، چي تر دې وروسته دي په ښار کي ټولي ساختماني چاري د چاپیریال ساتني ادارې تر تصدیق وروسته پیل سي.

کندهار والي حیات الله حیات د چاپيریال ساتني ادارې څخه د راغلي پلاوي سره د همکارۍ په موخه ټولو ادارو ته لارښوونه وکړه، چي د چاپیریال ساتني اړوند په نړيواله او ملي سطحه موجوده قوانین او نورمونه دي په کندهار کي د ښې همږغي له مخي عملي او تطبیق سي تر څو په کندهار کي د هوا د ککړتیا مخنيوي په شمول د ښار ظاهري بڼه په ښه توګه ساتل سوي وي.

په غونډه کي د چاپيریال ساتني ملي ادارې د عامه اړیکو رئيسې لیلا سامانۍ د چاپیریال ساتني په اړه د عامه پوهاوي په پروګرامونو کي د پوهني، ښاروالۍ، عامي روغتيا، حج او اوقافو، علماو شورا ریاستونو، سوداګري خوني، خصوصي سکتور او موسساتو د همکارۍ غوښتنه وکړه.

اغلي ساماني وويل، یادي ادارې دي د پلاستیک،استحلاک سوو وسایطو او اوبو د بې ځایه استعمال په شمول د ریګو د بوټو او ښار د زرغون قمربند په ساتلو کي عامه تبلیغات او همکاري وکړي تر څو د ککړ چاپیریال او بیلابیلو امراضو په مخنیوي کي مثبت ګام پورته سوي وي.

په غونډه کي نورو ګډونوالو هم یو په بل پسې خپل نظریات شریک کړل او د ښه همږغي په موخه يې د بشپړي همکارۍ ډاډ وړاندي کړي.

کندهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر
ورځ:دوشنبه
۱۳۹۸/۰۴/۱۷