د هر ځل په څېر نن دوشنبه کندهار والي د عامو خلکو ستونزي واوریدې.

د هر ځل په څېر نن دوشنبه کندهار والي د عامو خلکو ستونزي واوریدې.

کندهار والي حیات الله حيات هره دوشنبې د سهار څخه پیل تر ماسپښين پوري په انفرادي ډول د عامو ښار سره ويني او د هغوي ستونزي اوري.

نن دوشنبه هم د ښار او ولسواليو په سلهاو مراجعين ولايت مقام ته راغلي وه او په نوبت سره يې د کندهار والي حیات الله حیات سره د بندیانو، ځمکو د غصب، د شهیدانو د حقوقو، کاري فرصت برابرولو، املاکو، حقوقي قضیو او بیلابیلو نورو موضوعاتي کي خپلي عریضې، غوښتني او ستونزي شریکي کړې.

د دوي له جملې يې اکثرو په دې خوښي ښودل، چي کندهار والي ورته لوي فرصت برابر کړي ، تر څو خپلي ستونزي په عاجله توګه تر والي ورسوي او سمدستي يې د ستونزو حل لاره وړاندي سي.

کندهار والي حیات الله حیات هر تن مراجعه کوونکي ته جلا جلا وويل، چي د ولس د ستونزو د حل په موخه يې د ټولو ادارو مسولینو ته لارښوونه کړي تر څو پر وخت د مراجعینو ستونزي حل کړي.

کندهار والي زیاته کړه، د ولس د ستونزو حل ورته لومړیتوب لري او د ولایت مقام دروازه د ټولو پر مخ خلاصه ده او بغير د واسطې هر څو کولاي سي د والي او نورو مسولينو سره وويني او ورسره خپل موضوعات په ډاډ زړه شریک کړي.

د کندهار ولایت مقام مطبوعاتي دفتر
ورځ: دوشنبه
۱۳۹۸/۰۴/۱۷