معارف د ویښو ولسونو لپاره له هر څه مهم دی.

معارف د ویښو ولسونو لپاره له هر څه مهم دی.

دغه څرګندوني د دوشنبې په ورځ مرستیال والي حاجي اغالالي دستګیري د صوفي صاحب ذکور لیسې د (۱۲) ټولګیو د فاریغینو لپاره په جوړه سوې غونډه کي وکړې چي پر مهال یې د یو شمېر ادارو مسؤلینو، استازو او د زده کوونکو والدینو هم حضور درلود.

غونډه د صوفي صاحب ذکور لیسې د ۱۲ ټولګیو د ۲۲۶ زده کوونکو د فراغت په موخه جوړه سوې وه او د ویناو په برخه کي ښاغلي دستګیري برخوالو ته د مبارکۍ ویلو وروسته وویل : زده کوونکي دي عصري او دیني علم حاصل کړي تر څو ټولني ته د خدمت ښه مصدر وګرځي او د خبرو پر مهال یې د ښوونکو رول په ټولنه کي اساسي او مهم وبلی او له هغوئ څخه یې ځانګړې مننه وکړه. 
حاجي اغالالي زیاته کړه، چي ولایتي اداره هڅه کوي په ولسوالیو او لیرو پرتو سیمو کي بندي ښوونځۍ بیرته فعاله کړي او ماشومانو ته د زده کړو زمینه مساعده کړي.

کندهار ولایت مقام مطبوعاتي دفتر
ورځ: دوشنبه
۱۳۹۸/۰۴/۱۷