د جمهور رئيس د فرهنګي چارو سلاکار لال پاچا ازمون په مشرۍ ۱۲ کسيزه پلاوي له کندهار والي سره وکتل.

د جمهور رئيس د فرهنګي چارو سلاکار لال پاچا ازمون په مشرۍ ۱۲ کسيزه پلاوي له کندهار والي سره وکتل.
یاد پلاوي تیره اوونۍ پنج شنبه پاکستان ته تللي وو او هلته يې د پښتو ژبي لپاره په جوړ سوي نړیوال درې ورځني کنفرانس کي ګډون کړي وو.
دوي تیره ورځ بیرته هیواد ته د راستنیدو سره سم کندهار ته راغلل او د کندهار والي حیات الله حیات له لوري يې تود هر کلي وسوو.
په پاکستان کي د پښتو اړوند جوړ سوي نړیوال کنفرانس کي د کندهار، هرات او ننګرهار په شمول د ټول هیواد څخه ۲۰۰ تنو پوهاندانو، علمي کادرونو، څيړونکو او د نظر خاوندانو ګډون کړي وو او د پښتو په اړه يې په یاد کنفرانس کي خپلي ترتیب سوي مقالې او نور علمي او څيړنیز معلومات شریک کړل.
د کنفرانس تر ختمیدو وروسته د جمهور رئيس د فرهنګي چارو سلاکار لال پاچا ازمون په مشرۍ ۱۲ کسیزه پلاوي کندهار ته راغلي او دلته د کندهار والي حیات الله حیات له لوري ورته تود هرکلي وويل سوو او د اعزاز په موخه ورته پګړۍ هم ورپر سر سوې.
کندهار ولایت مقام مطبوعاتي دفتر
ورځ: سه شنبه
۱۳۹۸/۰۴/۱۸