کندهار والي وايي: د ښاروالۍ اړوند ټوله نیم پاته پروژې به بشپړي سي.

کندهار والي وايي: د ښاروالۍ اړوند ټوله نیم پاته پروژې به بشپړي سي.

کندهار والي حیات الله حیات، کندهار ښاروال او یو شمیر نورو مسؤلينو د سې شنبې په ورځ د پټې په پریکولو سره د احمدشاهي جادې د دوهم پاز سولري څراغونو د نصب لړي پیل کړه، چي د سردار مدد خان څلور لاري څخه پیل او تر شهید احمد ولي خان کرزي څلور لاري پوري به ولګول سي.

پدغه پروژه باندي څه باندي ۴۸۶ زره امریکايي ډالره لګښت راځي، چي د کندهار ښاروالي او هبیتاتو موسسې له لوري ورکول کیږي او پر مهال به يي د احمدشاهي جادې په دواړو لورو کي ۲۶۰ پايې سولري څراغونه ولګول سي.

کندهار والي حیات الله حیات د یادي پروژې په پرانيستنه کي وويل، د ښاروالۍ اړوند ټوله نیم پاته پروژې به بشپړي سي تر څو د کندهار ښار په ټولو ناحیو کي متوازن انکشاف محسوس سي.

ښاغلي حیات ډاډ وړاندي کړ، په ښار او ولسوالیو کي پیلیدونکي پروژې به نه یوازي د خلکو د هوسايني ذریعه سي بلکه اساسي موخه داده، تر څو ښاریانو ته د کار زمینه مساعده سي او د خپل ښار په رغولو کي ونډه واخلي.

کندهار والي حیات الله حیات زیاته کړه، چي د ښار او ولسوالیو د انکشافي پرمختګ په موخه پلانونه تر لاس لاندي دي او د ولس ټولو ضرورتونو ته پکښي رسیدګي کیږي.

د کندهار ولایت مقام مطبوعاتي دفتر
ورځ:سه شنبه
۱۳۹۸/۰۴/۱۸