کندهار والي د تیرو لسو ورځو د امنیتي وضعيت ارزونه وکړه.

کندهار والي د تیرو لسو ورځو د امنیتي وضعيت ارزونه وکړه.

په همدې موخه د سې شنبې په ورځ د کندهار والي حيات الله حيات په مشرۍپه ولایت مقام کي د ښه همږغۍ په موخه د امنیتي مسؤلينو تر منځ غوڼده جوړه سوه، چي پکښي د ۲۰۵ اتل قل اردو قومندان ارکانحرب بريد جنرال بيګ مراد وفايي، د ملي امنيت رئيس بريد جنرال برکت الله څمکني، د امنيه قومندانۍ د امنيت امر مل پاسوال رحمت الله اطرافي او په کندهار کي د غوڅ ملاتړ ماموریت قومندان جنرال براون ګډون کړی وو.

د ليدني په پيل کي کندهار والي حيات الله حيات د ټولو نظامي مسؤلینو څخه پدې موخه مننه وکړه، چي د جمهور رئيس د راتګ پر مهال يې ځانګړي امنيتي تدابير نیولي وه او په بریالیتوب سره جمهور رئيس د کندهار د بیلابیلو اقشارو د استازو ستونزي او وړاندیزونه واوریدل.

ښاغلي حيات وويل: جمهور رئيس محمد اشرف غني د خپل راتګ پرمهال د نظامي منسوبينو، ولايتي شورا، علماء کرامو، مېرمنو، سوداګرو، معلولينو، د پوهنتون د محصلينو، استادانو، د روغتیايي برخي کارمندانو، د مدني ټولنو غړو، قومي مشرانو او نورو اقشارو د ۲۱۵۱ استازو سره په ګروپي توګه وکتل او د هر قشر د کسانو ستونزي، غوښتني او وړاندیزونه يې په اسانۍ سره واوریدل.

کندهار والي وويل جمهور رئيس کندهار ته د تیرو سفرونو په پرتله د خپل وروستي سفر څخه خوښ وو او نه یوازي، چي ډيري اساسي پروژې يې پرانیستې تر څنګ يې د کندهار ولسونو د ستونزو د حل په موخه ژمني هم وکړې.

کندهار والي وويل: جمهور رئيس ولايتي مسؤلينو ته لارښوونه وکړه، چي د ولسوالیو د امنيه قومندانانو او نظامي مسؤلينو چاري دي ارزیابي کړي او امنيتي ځواکونه دي وپوهوي، چي د دښمن په وړاندي د عملياتو پرمهال د عامو ولسونو ژوند ته ځانګړې پاملرنه وکړي، د نظامي روغتونو ترڅنګ دي په ملکي روغتونو کي هم د باکيفيته درملو څخه ګټه اخيستنه وسي، د نظامي ارګانونو پر همږغي دي لا هم کار وسي او د پوليسو او ملي اردو افسرانو ته دي د لوړو زده کړو د وزارت په همکاري د لوړو زده کړو زمينه برابره سي.

ښاغلي حيات وويل، چي جمهور رئيس په دې زيات خوښ وو، چي د خرقې مطهرې زيارت ته ولاړ، د احمدشاباباه د کور په شمول يې د نورو استملاک سوو کورونو د تسليمی چاري تر سره کړې او په ښار کي د ښاریانو سره په بیغمه زړه وکتل.

په ورته وخت کي د امنيتي ځواکونو مسؤلينو هم د خپلو خبرو پرمهال ډاډ ورکړ، چي د کندهاري ولسونو لپاره به نه ستړي کېدونکي هلي ځلي کوي او ځانګړې همږغي به رامنځته کوي، ترڅو د دښمن په وړاندي د خپلو ولسونو او خاوري څخه په کلکه ساتنه وکړي.

د کندهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر
ورځ : سې شنبه
نېټه : ۱۸ / ۰۴ / ۱۳۹۸