ولایتي اداره هڅه کوي د ځمکو د غصب مخه ونیسي.

ولایتي اداره هڅه کوي د ځمکو د غصب مخه ونیسي.

د سې شنبې په ورځ د ولایت مقام د ټولنیزو چارو مرستیال حاجي اغالالي دستګیري د نهمي ناحیه د عربو کلا لیسې ته ولاړ او د یادي لیسې د احاطې د غصب سوي ځمکي ستونزه یې له نژدې وڅیړل.

د لیدني پر مهال د پوهني رئیس د یادي لیسې مدیر، ښوونکي او د سیمي یو شمېر مشرانو هم حضور درلود .

د لیدني پر مهال د یادي لیسې مدیر ښاغلي ګلالي غني وویل: د لیسې د احاطه ځمکه په اصل کي د لیسې مربوط ده خو له څه مودې راهیسي غصب سوې او اوس د لیسې د زده کوونکو ډیروالي د ځای د کمبود له جدي ستونزي سره مخ کړي يو.
په ورته وخت کي مرستیال والي ښاغلي دستګیري د غصب سوي ځمکي او د مکتب له احاطې څخه د لیدني پر مهال وویل: ولایتي اداره د خپل مسؤلیت له مخي هڅه او کوښښ کوي څو د غصب پر وړاندي جدي مبارزه وکړي او په وینا یې د معارف او تعلیمي ځایونو غصب په هیڅ ډول ورته د منلو ندی. 
ښاغلي دستګیري د یادي لیسې د ستونزي د حل په موخه د محل اوسېدونکي، معارف استازي او د دعوې ښکیل اړخونه د راتلونکي شنبې ورځ کندهار ولایت مقام ته را وغوښتل څو موضوع په سولیز او ښه ډول سره حل سي او په دغه برخه کي یې کندهار ښاروالۍ ته لازم هدایت وکړ. 
نیټه : ۱۳۹۸/۰۴/۱۸
ورځ : سه شنبه