د دولتي او خصوصي لوړو زده کړو مرکزونو تر منځ به بشپړه همږغي رامنځته او لازمي اسانتیاوي برابروم.

د دولتي او خصوصي لوړو زده کړو مرکزونو تر منځ به بشپړه همږغي رامنځته او لازمي اسانتیاوي برابروم.
کندهار والي حیات الله حيات د سه شنبې په ورځ د ملالۍ خصوصي لوړو زده کړو مؤسسې د محصلینو په ستاینغونډه کي برخه واخيسته او د یادو څرګندونو په تعقیب يې محصلینو ته خطاب کي وويل: د سولي، ثبات، پرمختګ او بیارغونې یوازني لار تعلیم او لوړي مسلکي زده کړي کول دي.
په ستاینغونډه کي د کندهار والي حیات الله حیات تر څنګ د عدلي او قضايي ادارو مسولينو او استازو، د ولایتي شورا غړی، د ولایت مقام د بشري سرچينو رئیس جاوید الله سلطاني، د ملالۍ لوړو زده کړو مؤسسې رهبرۍ، ښوونکو، محصلينو د هغوي والدینو او نژدې دوستانو برخه اخيستي وه.
په غونډه کي د نورو ویناوالو تر خبرو وروسته کندهار والي حیات الله حیات ځوانو محصلینو ته ډاډ ورکړ، چي موږ ته د دولتي او خصوصي پوهنتونو سندونه یو ډول دي او هغوي ته يې لارښوونه وکړه، چي لومړی باید ټولنه وڅيړل سي او د ټولني د ضرورت پر اساس دي په مسلکي رشتو کي لوړي زده کړي وکړي.
ښاغلي حیات وويل: موږ په زراعت، کانونو، ريل پټلۍ او نورو ډيرو بنسټیزو برخو کي مسلکي کادرونو ته ضرورت لرو تر څو په اقتصادي لحاظ په پښو ودریږو.
ښاغلي حیات زیاته کړه، چي کار او اهل کار ته د سپارلو په برخه کي هیڅ ډول واسطه نه منو او ډېر ژر به دولتي بستونو ته د ازموينو کمپیوټري سیسټم کندهار ته را انتقال کړو، چي پدې سره به نور په واسطه، قوم ګلوۍ او ژبنې تعصب له مخي نه، بلکه یوازي د استعداد او وړتیا له مخي به ځوانان دولتي بستونو ته بریالی کیږي.
کندهار والي حیات الله حیات پخپلو خبرو کي ځوانان راوبلل، چي نور دی د کمپوټر او عصري زده کړو په مټ خپل دښمن ته ماته ورکړي ځکه نور دښمن په توره او ټوپک نه بلکه په عصري علم او تکنالوژۍ ماتولاي سوو.
د ستاینغونډي په وروستیو کي کندهار والي هغو ممتازو نارینه او ښځینه محصلينو ته ستاینلیکونه هم ورکړل، چي د ملالۍ خصوصي لوړو زده کړو مؤسسې په تير سمیسټر کې د ځانه پوره وړتیا ښودلې وه او په ښه درجه بریالی سوي وه.
د کندهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر
ورځ:سه شنبه
۱۳۹۸/۰۴/۱۸