کندهار والي د لوړو زده کړو د وزارت د محصلانو چارو له معين سره وکتل.

کندهار والي د لوړو زده کړو د وزارت د محصلانو چارو له معين سره وکتل.

ليدنه، چي د چهارشنبې په ورځ د کندهار والي حيات الله حيات په کاري دفتر کي ترسره سوه، پرمهال يې د ولايت مقام مرستيال عبدالحنان منيب، د ملي امنيت رئيس بريد جنرال برکت الله څمکني او ترڅنګ يې د يو شمېر دولتي رياستونو مسؤلينو هم ګډون کړی وو.

په ليدنه کي د لوړو زده کړو د وزارت د محصلانو چارو معين پوهاند دوکتور بري صديقي وويل، چي موخه مي کندهار ولايت ته له راتګ څخه د دوو پوهنتونونو لپاره نوي ټاکل سوي رئيسان معرفي کول دي.

د ښاغلي صديقي په خبره، چي د کندهار پوهنتون مخکنی رئيس حضرت ميرتوتاخيل د افغانستان د کرنيزو علومو ملي پوهنتون ته تبديل سوی او پر ځاي يې پوهاند عبدالواحد وثيق ټاکل سوی.

په وار سره کندهار والي حيات الله حيات د خپلو خبرو پرمهال راغلي معين ته ښه راغلاست ووايه او د کندهار پوهنتون لپاره يې د پوهاند عبدالواحد وثيق او کرنيزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون لپاره يې د پوهاند دوکتور حضرت مير توتاخيل ټاکني پرځای وبللې او هغوئ ته يې د نوو دندو بې شمېره مبارکۍ وړاندي کړې.

وروسته کندهار والي د لوړو زده کړو د وزارت څخه د راغلي پلاوي په ملتيا د کندهار پوهنتون د مخکني رئيس د مخه ښې او نوي ټاکل سوي رئيس د معرفت په غونډه کي ګډون وکړ، چي ترڅنګ يې د ولايتي شورا استازو، د ملي امنيت رئيس، کندهار ښاروال، د يو شمېر دولتي ادارو مسؤلينو، د کندهار پوهنتون د ټولو پوهنځيو رئيسانو، استادانو او په زيات شمېر محصلينو ګډون کړی وو.

په غونډه کي ښاغلي حيات د خپلو خبرو پرمهال د مخکني رئيس حضرت مير توتاخيل څخه د زړه له تله مننه وکړه، چي په ډېرو سختو حالاتو کي يې د کندهار پوهنتون لپاره نه ستړي کېدونکي هلي ځلي ترسره کړي.

دغه راز ښاغلي حيات د کندهار پوهنتون لپاره نوو ټاکل سوي رئيسانو پوهاند عبدالواحد وثيق او پوهاند دوکتور حضرت مير توتاخيل ته د نوو دندو د مبارکۍ ترڅنګ په چارو کي د برياليتوب هيله وکړه او د ولايتي ادارې په استازيتوب يې ورته د هر ډول همکاريو ډاډ ورکړ.

په غونډه کي د ولايت مقام د بشري سرچينو د رئيس جاويد الله سلطاني ترڅنګ يو شمېر نورو ګډونوالو يو په بل پسي ويناوي وکړې او د ټاکل سوو رئيسانو د مکتوبونو د لوستلو ترڅنګ يې د مخکني او نوي ټاکل سوي رئيسانو پر ژوند او کاري لاسته راوړنو هر اړخيزه ويناوي وکړې.

هېره دي نه وي، چي پوهان دوکتور حضرت مير توتاخيل د تېرو ۱۲ کلنو په جريان کي د کندهار پوهنتون د رئيس په توګه دنده ترسره کړې، همدارنګه پوهان عبدالواحد وثيق هم په کندهار پوهنتون کي د مرستيال په توګه دنده مخته وړل، چي د ازاد رقابت له لاري د کندهار پوهنتون رياست ته بريالی سوی دی.

د کندهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر
ورځ : چهارشنبه
نېټه : ۱۹ / ۰۴ / ۱۳۹۸