په کندهار کي د ټاپي پروژې په اړه د اړوند ارګانونو او قومي مشرانو ترمنځ د پوهاوي غونډه جوړه سوه.

په کندهار کي د ټاپي پروژې په اړه د اړوند ارګانونو او قومي مشرانو ترمنځ د پوهاوي غونډه جوړه سوه.

ياده غونډه د چهارشنبې په ورځ په ولايت مقام کي د ټاپي پروژې په اړه د ولايت مقام د مرستيال عبدالحنان منيب په مشرۍ د اړوند ادارو، ولايتي شورا او قومي مخورو ترمنځ د پوهاوي او همږغۍ په موخه جوړه سوې وه.

په غونډه کي د ولايت مقام مرستيال عبدالحنان منيب د خپلو خبرو پرمهال د ټاپي پروژې پر اهميت خبري وکړې او ويې ويل، چي دا پروژه به ۳۰ کاله دوام وکړي، چي شاوخوا پنځه زره کسانو ته به پکښي د کارکولو زمينه برابره سي.

ښاغلي منيب ټاپي پروژه د سولي او پرمختګ لپاره ښه زېری وبلی، چي په خبره يې د افغانستان ټول اوسېدونکي بايد د يادي پروژې په رغونه او ساتنه کي پوره ونډه واخلي.

دغه راز د هيواد په کچه د ټاپي پروژې د همکاهنګۍ د دفتر استازي خليل الرحمن د يادي پروژې د کارونو په اړه پريزينټېشن ورکړ.

نوموړي وويل، ټاپي پروژه د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند هيوادونو ترمنځ د ګازو نل ليکه ده، چي په خبره يې له هرات، فراه، نيمروز، هلمند او کندهار ولايتونو څخه به د ۸۱۶ کيلو متره په اندازه دغه نل ليکه تېره سي او د پاکستان له لاري به هند ته ځي.

د ټاپي پروژې د هماهنګۍ د دفتر استازي وويل، دغه د ګازو نل ليکه د ۳۳ ميليارډه مکعب ګازو ظرفيت لري، چي د افغانستان ونډه پکښي تر درو لسيزو پوري يو نيم ميليارډ مکعب کېږي.

نوموړي د قومي مشرانو او هغه اوسېدونکو څخه، چي د دغه نل ليکي د لاري مځکي ته ځي د همکاريو غوښتنه وکړه.

ورپسې دولايتي شورا غړي حاجي نعمت الله شېردلي او نورو قومي مشرانو يو په بل پسي ويناوي وکړې او خپل نظرونه يې د ولايت مقام د مرستيال او ټاپي پروژې د هماهنګۍ د مسولينو سره شريک کړل.

دوی د دغه پروژې پر کارونو، چي په هرات ولايت کي شروع سوي خوښي وښودل او ويې ويل، چي هغه سيمه کي چي دغه نل ليکه تېرېږي بايد د کارکولو اوليت يې ځايي اوسېدونکو ته ورکړل سي، څو دغه پروژه نوره هم مخته ولاړه سي.

د کندهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر
ورځ : چهارشنبه
نېټه : ۱۹ / ۰۴ / ۱۳۹۸