کندهار والي د چين هيواد له سفير سره وکتل.

کندهار والي د چين هيواد له سفير سره وکتل.

ليدنه، چي د چهارشنبې په ورځ د کندهار والي حيات الله حيات په کاري دفتر کي ترسره سوه پرمهال يې د چين هيواد د سفير ( ليو جين سونګ ) ترڅنګ د ملي امنيت رئيس بريدجنرال برکت الله څمکني او د بهرنيو چارو رئيس ظاهر الکو هم ګډون کړی وو.

په ليدنه کي کندهار والي حيات الله حيات د چين هيواد سفير او ورسره راغلو مېلمنو ته ښه راغلاست ووايه او د افغانستان او چين هيواد د سوداګريزو او اقتصادي اړيکو پر ارزښت او د هغه پر لا پياوړتيا يې هر اړخيزه ويناوي او ترڅنګ يې د دواړو هيوادونو ترمنځ پر دوه اړخيزه همکاريو ټينګار هم وکړه.

دغه راز ښاغلي حيات د خپلو خبرو پرمهال د چين هيواد له مسؤلينو څخه مننه وکړه، چي په کندهار کي له زياتي مودې راهيسي د ميرويس حوزوي روغتون سره د ملاتړ په موخه دوامداره همکارۍ ترسره کوي او د دغه همکاريو د لا پراختيا هيله يې هم ورڅخه وکړه.

ښاغلي حيات د ياد هيواد له سفير څخه د ميرويس حوزوي روغتون د خدماتو د پراختيا، ياد روغتون د ډاکټرانو لپاره په چين هيواد کي د تخصص د زمينې برابرولو په برخه کي د همکاريو او د کندهاري ځوانانو لپاره په چين هيواد کي د لوړو زده کړو په موخه د سيکالرشيپونو غوښتنه وکړه.

په ورته وخت کي د چين هيواد سفير ( ليو جين سونګ ) د کندهار والي د تود هرکلي او دواړو هيوادونو ترمنځ د دوستانه اقتصادي او سوداګريزو اړيکو ستاينه وکړه او د کندهاري ځوانانو لپاره يې د سکالرشيپونو، روغتيا پالانو لپاره يې په ياد هيواد کي د تخصص د زمينې برابرولو او ميرويس حوزوي روغتون سره يې د خپلو همکاريو د پراختيا په برخو کي کندهار والي ته د همکاريو ډاډ ورکړ.

د کندهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر
ورځ : چهارشنبه
نېټه : ۱۹ / ۰۴ / ۱۳۹۸